راشد خان د شل اوریزه لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

راشد خان د شل اوریزه لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو
راشد خان د شل اوریزه لوبو لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

راشد خان د ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر او نجیب الله ځدراڼ د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکل شول.
راشد خان د کرکټ د نړۍ نامتو او پېژندل شوی لوبغاړی دی چې د هغه تجربو، کاکرده ګۍ او همدارنګه د نوموړي په تېرو کلنو کې د مشرولۍ وړتیا ته په کتو، د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري چې په راس کې یې عمومي مشر فرهان یوسفزي قرار لري، د نړیوالو شل اوریزه لوبو د لوبډلمشر په توګه انتخاب شو.

د یادونې وړ ده چې په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لوبو کې افغانستان د انګلستان، هندوستان او سویلي افریقا لوبډلو سره په (B) ګروپ کې ځای لري، چې د دغه ګروپ دوه نورې لوبډلې به د نړیوال جام له لومړي پړاو لوبو څخه وروسته له یاد ګروپ سره یوځای شي.

ټاکل شوې چې د شل اوریزه لوبو نړیوال جام به د روان کال په اکټوبر میاشت کې په عربي متحده اماراتو او عمان کې ترسره شي.