رییس احمدزی د کرکټ ډایرېکټر په توګه په دنده وګومارل شو

د ۱۹ کلنو لوبډلې مشر روزونکی ښاغلی رییس احمدزی د پخواني کرکټ ډایرېکټر او د غوراوي کمېټې مسوول انډي مولز پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نوي کرکټ ډایرېکټر په توګه په دنده وګومارل شو.

ښاغلي احمدزي له دې وړاندې د ملي لوبډلې د لوبغاړي او همدارنګه د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دندې ترسره کړې چې په اوسنۍ ګومارنې سره به یې ملي لوبډله له تخنیکي اړخه لا ډېره پیاوړې شي او همدارنګه به ورسره ټاکل شوې موخې او پالیسۍ، د لوبغاړو ظرفیت او تکړښت په لا ډېره ښه توګه عملي بڼه خپله کړي.

باید وویل شي چې ښاغلي احمدزي له دې وړاندې هم د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په بېلابېلو تخنیکي څانګو کې په ښه ډول دندې ترسره کړې او له خپلو ټولو چارو په بریالۍ توګه راوتلی دی.

د یادولو ده چې نوموړی د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی چې د افغانستان په ګټه یې پنځه یو ورځنۍ نړیوالې او اووه شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې دي.