د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو د لوبډلو درجه بندي څه ډول کیږي؟

د کورنیو فرسټ کلاس سیالیو درجه بندي داسې کیږي چې یوه لوبه ټولټال ۲۰ نمرې لري، چې یادې شل نمرې په دواړو پاڼیو وېشل کیږي. په لومړۍ پاڼۍ کې د مخکېوالي په ترلاسه کولو سره لوبډلې لومړۍ ۶ نمرې ترلاسه کوي، پاتې ۱۴ نمرې په دویمه پاڼۍ کې په لوبډلو وېشل کیږي، چې د لوبې ګټونکې لوبډلې ته ټولې ۱۴ نمرې ورکول کیږي خو که لوبه بې پایلې پای ته رسیږي نو بیا همدغه ۱۴ نمرې په دواړو لوبډلو په مساوي ډول وېشل کیږي چې ۷-۷ کیږي. 

نو په دې اساس که یوه لوبډله هم په لومړۍ پاڼۍ کې مخکیوالی ترلاسه کوي او هم لوبه ګټي نو ټولې شل نمرې ترلاسه کوي. همدارنګه که داسې کیږي چې یوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې مخکیوالی نه ترلاسه کوي خو دویمه پاڼۍ کې لوبه ګټي نو بیا ۱۴ نمرې ورکول کیږي، او بلې لوبډلې ته یوازې ۶ نمرې پاتې کیږي. همدارنګه که یوه لوبډله لومړۍ پاڼۍ کې مخکیوالی ترلاسه کوي خو لوبه بې پایلې پای ته رسیږي نو بیا د مخکیوالي ترلاسه کوونکې لوبډلې ته د ۶ نمرو سربېره ۷ نورې نمرې هم ورکول کیږي چې ټولټال ۱۴ نمرې کیږي او بلې لوبډلې ته ۷ نمرې ورکول کیږي.

د روانو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې د بند امیر لوبډلې خپلې لومړۍ دواړه لوبې په بشپړ ډول وګټلې چې له مخې یې ۴۰ نمرې خپلې کړې، خو په دریمه لوبه کې یې د آمو لوبډلې په وړاندې لومړۍ پاڼۍ کې پوروړې شوه، چې ورسره د لومړیو ۶ نمرو بې برخې شوه، همدارنګه دویمه پانۍ کې لوبه بې پایلې پای ته ورسېده چې یې ترې ۷ نمرې ترلاسه کړې، په دې حساب سره یاده لوبډله اوسمهال له ۳ سیالیو وروسته ۴۷ نمرې لري او د جدول په لومړي مقام کې ځای لري. 

د دې سربېره مس عینک لوبډلې خپله لومړۍ سیالي د سپین غر لوبډلې په وړاندې په بشپړ ډول وګټله چې له مخې یې پوره ۲۰ نمرې ترلاسه کړې. دویمه سیالي یې وبایلله (دواړه پاڼۍ یې لاسه ورکړې)، په دریمه هغه کې یې یوازې په لومړۍ پانۍ کې مخکیوالی ترلاسه کړ خو لوبه کې یې ماتې وخوړه، له همدې امله له یادې لوبې څخه یې یوازې ۶ نمرې ترلاسه کړې او اوسمهال له دریو سیالیو وروسته یاده لوبډله ټولټال ۲۶ نمرې لري او د درجه بندۍ په دویمه لیکه کې ځای لري.