یوسفزی لوبغاړو ته: په وطني جذبې او مثبتې روحيې له سیال سره ولوبېږئ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د غوره شوې ملي لوبډلې لوبغاړو سره د خدای په امانۍ لیدنه ترسره کړه او راتلونکو لوبو ته یې له لوبغاړو سره په غوره لوبو ترسره کولو او په افغاني احساس لوبغالي ته د ښکته کېدو په اړه خبرې اترې ترسره کړې.
یوسفزی لوبغاړو ته: په وطني جذبې او مثبتې روحيې له سیال سره ولوبېږئ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د غوره شوې ملي لوبډلې لوبغاړو سره د خدای په امانۍ لیدنه ترسره کړه او راتلونکو لوبو ته یې له لوبغاړو سره په غوره لوبو ترسره کولو او په افغاني احساس لوبغالي ته د ښکته کېدو په اړه خبرې اترې ترسره کړې.

د ملي لوبغاړو په دغه لیدنه کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ډاکټر حامد شینواري، د روڼتیا څانګې مشر ډاکټر محمد صادق نصرت او د عملیاتي څانګې مدیر منهاج راز هم ګډون درلود. ښاغلي فرهان یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکو لوبو کې غوره کار کرده‌ګي نه یوازې د ادارې بلکې د ټولو افغانانو هیله ده؛ ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: «زمونږ د ټولو موخه بریا ده، نو په همدې اساس یووالی او ګډ کار مونږ بریالیتوب ته رسولی شي.

تېره ورځ مې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس ښاغلي محمد اشرف غني سره ناسته درلوده چې ولسمشر هم ستاسې د بریاو قدرداني وکړه او د نورو بریاو او لاسته راوړنو هیله یې څرګنده کړه». نوموړي همدا راز لوبغاړو ته د لا ښه تشویق په موخه په راتلونکو لوبو کې د ښه ځلېدو په صورت کې د مادي او معنوي ډالیو د ورکړې یادونه وکړه او لوبغاړو ته یې په همغږي ډول د لوبو په ترسره کېدو، مثبتې او قوي روحیې سره د لوبې ډګر ته په ښکته کېدو او په لوبو کې په ښې او غوره کار کرده‌‌ګۍ ترسره کولو ټينګار وکړ.

ښاغلي فرهان یوسفزي د خپلو خبرو په پای کې وویل چې اداره مالي نیمګرتیاوې نه لري او د اجرایه رییس ډاکټر حامد شینواري په راتګ سره د ادارې مدیریتي برخه کې د پام وړ غوره والی را منځته شوی او زه ترې د دغه مثبت بدلون په پار منندوی یم. اجرایه رییس ښاغلي ډاکټر حامد شینواري بیا د خپلو خبرو په دوام راتلونکې سیالۍ مهمې وبللې او د بریا هیله یې وښوده.

ښاغلي شینواري په کور دننه دوه پړاو تمریناتي کمپ ته په اشارې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د سیالو لوبډلو په پرتله پیاوړي یاد کړل او لوبغاړو ته یې د عمومي رییس تر څنګ د هر ډول امکاناتو برابرولو ژمنه وکړه. د لیدنې په پای کې د لوبغاړو په استازولۍ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خبرې وکړې او د ادارې له مشرتابه یې د مننې ترڅنګ زیاته کړه:« د مشرانو نېکې مشورې او د هېوادوالو دعاګانې مونږ ته انرژي راکوي، تر څو راتلونکو لوبو کې بریاوې خپلې کړو؛ زه هر مشر او کشر لوبغاړي ته احترام لرم.

د افغانستان سربېره به په سریلانکا کې زمونږ غوره چمتووالی ددې باعث شي چې له مثبتې روحیې سره لوبغالي ته لاړ شو او هېوادوالو ته خوښي ورکړو».

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نږدې راتلونکې کې د پاکستان پر وړاندې لوبلړۍ ته د لا غوره چمتووالي په موخه سریلانکا ته سفر وکړي.