پامیر لیجنډز په لوی توپیر ماهیپر ستورو ته ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 01 Oct 2024
د اتصالات احمدشاه ابدالي فرست کلاس لوبو شپږمه سیالۍ چې د ننګرهار په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه، نن د پامیر لیجنډز لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده. پامیر د ماهیپر لوبډله د یوې پاڼۍ او ۲۱۳ منډو په توپیر سره له ماتې سره مخ کړه. د یادونې وړ ده چې پامیر لوبډلې له دې وړاندې د میوند اتلانو او هندوکش سټرایکرز پر وړاندې ماتې منلې وې.
د پامیر او ماهیپر لوبډلو ترمنځ د یادې لوبې پچه پامیر لیجنډز لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د ماهیپر ستوري توپوهنې ته بللي وه. ماهیپر لوبډلې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د فرمان الله ساپي ۷۲ او ظاهر شهزاد ۲۱ منډو پر مټ یوازې ۱۷۳ منډې جوړې کړې. د پامیر له لوري بیا عصمت عالم ۴، بشیر احمد افغان ۳ او ضیاء الرحمن اکبر ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.
د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د پامیر لیجنډز لوبډلې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ټولټال ۶۶۸ منډې یې تررلاسه کړې. د یادې لوبډلې په ګټه عثمان نوري ۳۳۹ او عصمت عالم ۱۳۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د ماهیپر په ګټه کامل کاکړ ۳، ابراهیم شریفي او ظاهر خان هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ماهیپر ستورو د خپل توپوهنې په دویمې پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۲۶۴ منډې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۲۱۳ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د ستورو لپاره په توپوهنه کې شمس الرحمن ۶۷، اعجاز احمد ۶۰ او عمران میر ۳۸ منډې جوړې کړې. د لیجنډز په توپ اچونه کې فرید احمد ملک ۳، بشیراحمد افغان او خیرمحمد علیزي هر ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې د پای په مراسمو کې عثمان نوري د ۳۳۹ منډو په جوړولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې میوند اتلان به د پامیر لیجنډز پر وړاندې راتلونکې شنبه د غازي امان الله خان په لوبغالي کې او هندوکش سټرایکرز به د ماهیپر ستورو سره د نجیب الله تره کې په کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.