پامیر لیجنډز د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو اووم پړاو اتلولي وګټله
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 25 Oct 2024
د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو لوبې چې ننګرهار کې پیل شوې وې، نن د پامیر لیجنډز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. پامیر لوبډلې د پایلوبې پر وروستۍ ورځ د میوند اتلان لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس لوبو اتلولي په خپل نوم کړه. د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ لوبې د روان کال سپتمبر میاشتې پر ۱۶مه نېټه د ننګرهار په غازي امان الله خان او نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې د پامیر لیجنډز، میوند اتلان، ماهیپر ستورو او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.
د سیالیو په ګروپي پړاو کې د میوند اتلان او پامیر لیجنډز لوبډلې د زیاتو نمرو په خپلولو سره د دغه لوبو پایلوبې ته ورسېدې، چې پایلوبه یې نن د پامیر په ګټه پای ته ورسېده.
د پامیر او میوند ترمنځ د پایلوبې پچه پامیر لیجنډز لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه پیل کړه. یادې لوبډلې د لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي ۸۳ او سهیل زرمتي ۴۱ منډو پر مټ لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۰ منډې ترسره کړې. بلخوا د میوند لوبډلې په توپ اچونه کې عرب ګل مومند ۴، یمین احمدزي ۳ او خلیل احمد ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د پامیر د ۲۷۰ منډو ځواب کې میوند لوبډلې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۲۱۸ منډې جوړې کړې او ۵۲ منډې پوروړې پاتې شوه. د دوی په ګټه افسر ځاځي ۷۱ او رحیم الله زرمتي ۴۸ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د پامیر لوبډلې په توپ اچونه کې فرید احمد ملک ۵ او بشیر احمد افغان ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په دریمې پاڼۍ کې پامیر لوبډلې غوره توپوهنه ترسره کړه چې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره یې ۳۰۴ منډې جوړې کړې او د ۳۵۷ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه. د پامیر په توپوهنه کې عصمت عالم ۱۱۱، اکرام علیخېل ۵۶ او رحمت شاه زرمتي ۴۳ منډې جوړې کړې. د میوند په ګټه لوبډلمشر یمین احمدزي ۶ او خلیل احمد ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
میوند اتلانو د پامیر لیجنډز لوبډلې د ۳۵۷ منډو هدف په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په تاوان سره ۲۴۵ منډې جوړې کړې او د ۱۱۱ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د میوند لوبډلې په ګټه صدیق باچا ۶۴، افسر ځاځي ۵۹ او جمشېد ځدراڼ ۳۷ منډې ترسره کړې. د ویلو ده چې د پامیر لوبډلې په توپ اچوونکو کې فرید احمد ملک ۵ او بشیر احمد افغان ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
د پایلوبې به مراسمو کې د پامیر لیجنډز لوبډلې چټک توپ اچونکی فریداحمد ملک د ۱۰ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه. همدا راز د پامیر لیجنډز الراونډر عصمت عالم د ۷۲۳ منډو په جوړولو او ۱۲ ویکټو ترلاسه کولو سره د غوره توپوهونکي او غوره الراونډر (ټولچاري) لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.
د پامیر لوبډلې چټک توپ اچونکي فرید احمد ملک د ۳۶ ویکټو په ترلاسه کولو د غوره توپ اچونکي او بشیراحمد افغان د ۳۰ ویکټو په ترلاسه کولو د سیالیو د ځوان لوبغاړي جایزې خپلې کړې.
باید وویل چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سیالۍ هر کال د څلورو لوبډلو پامیر لیجنډز، میوند اتلان، هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستوري ترمنځ ترسره کیږي، چې د ملي لوبډلې، ملي نولس کلنو او د کورني کرکټ پیاوړي لوبغاړي پکې لوبیږي.