هندوکش سټرایکر او پامیر لیجنډز نن خپل سیالان له ماتې سره مخ کړه

د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبې چې د کندز په کوربتوب روانې دي، نن یې په نهمه لوبه کې پامیر لیجنډز د ماهیپر ستوري او په لسمه لوبه کې هندوکش سټرایکرز د میوند اتلان لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. د یادو لوبو په لړ کې به سبا د ګروپي پړاو وروستۍ لوبې ترسره شي.
هندوکش سټرایکر او پامیر لیجنډز نن خپل سیالان له ماتې سره مخ کړه

د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبې چې د کندز په کوربتوب روانې دي، نن یې په نهمه لوبه کې پامیر لیجنډز د ماهیپر ستوري او په لسمه لوبه کې هندوکش سټرایکرز د میوند اتلان لوبډلې له ماتې سره مخ کړې. د یادو لوبو په لړ کې به سبا د ګروپي پړاو وروستۍ لوبې ترسره شي.

د نن لومړۍ لوبه چې سهار مهال ترسره شوه، پامیر لیجندز پکې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د ماهیپر ستورو پر وړاندې توپوهنه وکړه. دوی د نور الرحمن ۲۸ او لعل باز ۲۷ منډو پر مټ د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه. بلخوا د ماهیپر توپ اچونه کې خلیل ګربز ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د پامیر لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې ماهیپر ستورو یوازې ۱۲۸ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۲۶ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د ستورو په توپوهنه کې نوید عبید ۴۱ منډې جوړې کړې. د پامیر په توپ اچوونکو کې لعل باز او محمدالله لوګري هر یوه ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

 

د پامیر لوبډلې لوبغاړی لعل باز د ۲۷ چټکو منډو په جوړولو او ۳ مهمو ویکټو ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 

د نن دویمه لوبه چې ماسپښین د هندوکش سټرایکرز او میوند اتلانو تر منځ ترسره شوه، هندوکش پکې د ۵ ویکټو په توپیر بریا ترلاسه کړه. د یادې لوبې پچه میوند اتلانو وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه. اتلانو د سمیع الله شینواري د ۴۱ او نجیب ځدراڼ د ۲۶ منډو پر مټ د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه. بلخوا د هندوکش په توپ اچونه کې یما عرب ۴ او عظیم ځدراڼ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

هندوکش لوبډلې د میوند لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۱۸م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د سټرایکرز په توپوهنه کې اصف موسی زي ۳۹، سهیل خان ۲۹ او محمد اسحاق رحیمي ۲۸ منډې جوړې کړې. د میوند لوبډلې په توپ اچونه کې نصیر خان او خلیل احمد ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د لوبې په وروستیو کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې چټک توپ اچوونکی یما عرب د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 

د یادونې وړ ده چې د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبو په لړ کې به سهار هندوکش سټرایکرز د پامیر لیجنډز او ماسپښین به میوند اتلان د ماهیپر ستورو پر وړاندې په کندز کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.