پامیر لیجنډز پایلوبې ته لار وموندله

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو په یوولسمه لوبه کې پامیر لیجنډز د یوې پاڼۍ او ۹۴ منډو په لوی توپیر سره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو لوبو پایلوبې ته یې لار وموندله. د پامیر لیجنډز لوبډله به پایلوبه د میوند اتلان لوبډلې سره ترسره کړي.
پامیر لیجنډز پایلوبې ته لار وموندله

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو په یوولسمه لوبه کې پامیر لیجنډز د یوې پاڼۍ او ۹۴ منډو په لوی توپیر سره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو لوبو پایلوبې ته یې لار وموندله. د پامیر لیجنډز لوبډله به پایلوبه د میوند اتلان لوبډلې سره ترسره کړي. 

د پامیر او هندوکش د لوبې پچه پامیر لیجنډز لوبډلې وګتله او لومړی یې خپله توپوهنه غوره کړه. یادې لوبډلې د عصمت عالم ۱۵۴، اصف موسی زي ۹۶ او اسلام ځاځي ۲۷ منډو پر مټ ۳۵۵ منډې جوړې کړې. بلخوا د هندوکش په ګټه ضیاء الرحمن شریفي ۵ او افتاب عالم ۳ ویکټې ترلاسه کړې. 

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۶۸ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د دوی لپاره تر نورو زیاتې ۲۲ منډې محب الله زرمتي ترسره کړې. د پامیر لوبډلې په توپ اچونه کې فرید احمد ملک او یما عرب هر یوه ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره رخصت کړل. 

د هندوکش سټرایکرز لوبډله چې د خپلې توپوهنې له لومړۍ پاڼۍ وروسته لاهم ۲۸۷ منډې پوروړې پاتې وه، د پامیر لیجنډز لوبډلې بیا ځلي د توپوهنې بلنه ورکړه. سټرایکرز لوبډلې د خپل توپوهنې دویمې پاڼۍ کې یوازي ۱۹۳ منډې جوړې کړې او د یوې پاڼۍ او ۹۴ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی په توپوهنه کې ارشاد الدین ساپي ۴۵، رحمن الله ځدراڼ ۴۷ او افتاب عالم ۳۴ منډې جوړې کړې. 
د ویلو ده چې د پامیر لیجندز په توپ اچونه کې بشیراحمد افغان ۵ او فرید احمد ملک۴ ویکټې په خپل نوم کړې.

د پامیر لیجنډز لوبډلې الراونډر عصمت عالم د ۱۵۴ منډو په جوړولو سره د یادې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو پایلوبه د پامیر لیجنډز او میوند اتلان لوبډلو ترمنځ راتلونکې سه شنبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شي.