پامیر لوبډلې د یوې پاڼۍ او ۲۷۶ منډو په توپیر ماهیپر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو چې اوسمهال د ننګرهار په کوربتوب روان دی، څلور پیاوړي لوبډلې پکې برخه لري چې نن یې په نهمه لوبه کې پامیر لیجنډز لوبډلې د یوې پاڼۍ او ۲۷۶ منډو په توپیر سره د ماهیپر ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو فرسټ کلاس لوبو کې یې دویمه بریا په خپل نوم کړه. د یادو لوبو په جدول کې اوسمهال میوند اتلان لوبډلې د ۵ بریاوو په خپلولو د دې لوبو پایلوبې ته لار موندلې ده.

د پامیر او ماهیپر ترمنځ د یادې لوبې پچه ماهیپر ستوري لوبډلې وګټله او لومړی یې د پامیر لیجنډز لوبډله توپوهنې ته وبلله. پامیر د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کې ښکلې توپوهنه ترسره کړه او د ۹ لوبغاړو په تاوان یې ۶۶۷ منډې جوړې کړې. د دوی په ګټه عصمت عالم ۲۶۳ ناسوځېدلي، اکرام علیخېل ۱۴۲، اصف موسی زي ۹۹ او فطرت الله خاوري ۴۹ منډې جوړې کړې. بلخوا د ماهیپر لپاره محمد ابراهیم شریفي ۳ او اکرام مومند ۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

د ماهیپر ستورو د پامیر لیجنډز د ۶۶۷ منډو ځواب کې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۷۸ منډې ترسره کړې. د دوی لپاره ریاض حسن ۵۶ او الله نور ناصري ۳۳ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د پامیر لوبډلې په توپ اچونه کې فرید احمد ملک ۵ او فطرت الله خاوري ۲ ویکټې په خپل نوم کړې. 

د پامیر لیجنډز لوبډله چې سیاله ماهیپر لوبډله یې لاهم ۴۸۹ منډې پوروړې وه، یوځلي بیا یې د توپوهنې بلنه ورکړه. ماهیپر ستورو د خپلې توپوهنې په دویمې پاڼۍ کې هم ښه لوبه ونشو کړای او د ۱۵۰ منډو په جوړولو یې د یوې پاڼۍ او ۲۷۶ منډو په لوی توپیر ماتې ومنله. دوی ته په دویمې پاڼۍ کې علي احمد ناصر ۴۹، اعجاز احمد ۴۱، ریاض حسن ۴۰ او حمزه هوتک ۳۹ منډې جوړې کړې. بلخوا د پامیر لپاره یما عرب ۵، نجات مسعود او فرید احمد ملک ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. 

د لوبې په پای کې د پامیر لیجنډز لوبډلې الراونډر عصمت عالم د ۲۶۳ منډو په جوړولو او یوې ویکټې په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو لوبو په لړ کې به راتلونکې چهارشنبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز په غازي امان الله خان لوبغالي کې، همدا راز به د میوند اتلان او ماهیپر ستوري په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې یو د بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.