پامیر لیجنډز د ماهیپر ستورو ته لویه ماتې ورکړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس روانو سیالیو په لړ کې نن د پامیر لیجنډز لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې د ماهیپر ستوري لوبډلې ته د ۹ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې دویمه بریا ترلاسه کړه. په یادې بریا سره پامیر لیجنډز خپل امتیازونه ۳۴ ته ورسول او د لوبو جدول کې یې دویم مقام ته ځان ورساوه.

د ماهیپر او پامیر لوبډلو تر منځ سیالۍ چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ پیل شوې وه، پامیر لیجنډز د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه. ماهیپر لوبډلې په خپلې لومړۍ پانۍ کې د رحمن الله ځدراڼ ۸۸ او نثار وحدت ۴۸ منډو پر مټ ۲۱۰ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه. د پامیر په توپ اچونه کې لوبډلمشر یمین احمدزي ۴، یوسف ځاځي، عبدالله تره خېل او عظیم ځدراڼ هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

پامیر لوبډلې د ماهیپر لوبډلې ۲۱۰ منډو ځواب کې ۳۱۱ منډې جوړې کړې او ۱۰۱ منډې مخکیوالی یې ومونده. د دوی په ګټه اعجاز احمد ۱۵۱، الله نور ناصري ۵۸ او یمین احمدزي ۳۹ منډې جوړې کړې. بلخوا د ماهیپر په توپ اچونه کې دولت ځدراڼ ۳، بلال سمیع او عبدالباقي ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ماهیپر لوبډلې په خپلې دویمې پاڼۍ کې د فیصل احمدزي ۴۸ او عبدالمالک ۳۷ منډو پر مټ یوازې ۱۶۷ منډې ترلاسه کړې او د ۶۷ منډو هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه. د پامیر په توپ اچوونکو کې یوسف ځاځي او عظیم ځدراڼ هر یوه ۴ لوبغاړي د لوبې له میدانه بهر کړه.

د ماهیپر ټاکل شوی هدف پامیر لوبډلې د یوې ویکټې په تاوان سره ترلاسه کړی او د ۹ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د یادې لوبډلې په ګټه سبحان زاخېل ۴۱ او اعجاز احمد ۲۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې. د ماهیپر په ګټه فیصل احمدي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د پامیر لیجنډز لوبډلې توپوهونکی اعجاز احمد په ۱۵۱ او ۲۰ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې پامیر لیجنډز به د هندوکش سټرایکرز پر وړاندې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې او همدا راز ماهیپر ستوري لوبډله به د میوند اتلانو پر وړاندې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې راتلونکې سه شنبه د لوبې ډګر ته ښکته شي.