پامیر لیجنډز او هندوکش سټرایکرز بریاوي ترلاسه کړې
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 02 Jul 2025

د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام اوومه او اتمه لوبه چې د کندز په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې، پامیر او هندوکش سټرایکرز لوبډلو پکې بریاوي خپلې کړې. په لومړۍ لوبه کې چې سهار ترسره شوه، پامیر لیجنډز د ۳ ویکټو په توپیر د میوند اتلان او دویمه لوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ماهیپر ستورو ته د ۴ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړې.
د نن ورځې لومړۍ لوبه چې د پامیر او میوند لوبډلو تر منځ ترسره شوه، میوند اتلان لوبډلې پکې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د عبدالهادي ۵۰ او خالد تڼیوال ۳۹ منډو پر مټ د ۱۶۴ منډو هدف پامیر لوبډلې ته وټاکه. بلخوا د پامیر لیجندز لوبډلې په توپ اچونه کې محب الله همراز، سید احمد شېرزاد او لعل باز سینزي هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
پامیر لیجنډز لوبډلې د میوند اتلان لوبډلې د ۱۶۴ منډو هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۷ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې وفي الله تره خېل ۷۶ او نور الرحمن ۲۹ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د میوند اتلان لوبډلې په ګټه سمیع الله شینواري او محمد ګل علیزي هر یوه ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په وروستیو کې د پامیر لیجنډز لوبډلې پیلیز توپوهونکي وفي الله تره خېل په ۷۶ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن دویمه لوبه چې د ماهیپر ستورو او هندوکش سټاریکرز لوبډلو تر منځ ترسره شوه، هندوکش سټرایکرز پکې د ۴ ویکټو په توپیر سره بریا خپله کړه. د یادې لوبې پچه ماهیپر ستورو وګتله او لومړی یې خپله توپوهنه ترسره کړه. دوی د فرمان الله ساپي د ۲۹ او حضرت الله ځاځي د ۲۵ منډو پر مټ په ټاکل شویو اورونو کې یوازې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.
باید وویل شي چې د هندوکش سټرایکرز په توپ اچونه کې عبدالله تره خېل، عبدالله احمدزي او یما عرب ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د ماهیپر ستوري لوبډلې ټاکل شوی هدف هندوکش سټرایکرز لوبډلې د لوبې په وروستي توپ د ۶ ویکټو په تاوان سره ترلاسه کړی او په غه لوبو کې یې پرلپسې څلورمه بریا په خپل نوم ثبت کړه. د سټرایکرز په توپوهنه کې ذبید اکبري ۴۷، سهیل زرمتي او طارق ستانکزي هر یوه ۲۷ منډې جوړې کړې. بلخوا د ماهیپر په ګټه خلیل ګربز ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پیلیز توپوهونکی ذبید اکبري د ۴۷ منډو په جوړولو سره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبو په لړ کې به راتلونکې جمعه پامیر لیجنډز د ماهیپر ستورو او میوند اتلان د هندوکش سټرایکرز پر وړانډې په کندز کرکټ لوبغالي کې د لوبو ډګر ته ووځي.