د کابل بازانو لوبډلې دويمې کواليفاير لوبې ته لار پېدا کړه

د کابل بازانو لوبډلې له لوري کريم جنت په زړه پورې توپوهنه او وقار سلامخېل بيا په زړه پورې توپ اچونه ترسره او د کابل بازانو لوبډله يې د سپين غر زمريانو پر وړاندې بريا ته ورسوله، چې له دې سره يې دويمې کواليفاير لوبې ته لار پېدا کړه.
د کابل بازانو لوبډلې دويمې کواليفاير لوبې ته لار پېدا کړه

د شپږيزې کرکټ ليګ په ايليمينېټر لوبه کې نن ماسپښين ۱:۱۵ بجه د کابل بازانو او سپين غر زمريانو لوبډلې مخامخ شوې.

په پيل کې د لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د کابل بازانو له لوري الراونډر کريم جنت په زړه پورې توپوهنه ترسره او د شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ تر ټولو زياتې ۱۲۰ منډې يې وکړې. تر نوموړي مخکې په روان شپږيزه کرکټ ليګ کې جاوېد احمدي ۱۱۷ ناسوځېدلې او په ۲۰۱۷ کې کېمرون ډيلپورټ ۱۰۰ منډې کړې وې.

کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۹۷ منډې وکړې، چې تر کريم جنت وروسته سميع الله شينواري ۳۸ ناسوځېدلې او حضرت الله ځاځي ۲۷ منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري ظاهر خان، وفادار مومند او عبدالواسع ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۹۸ منډو د هدف په تعقيب کې د سپين غر زمريانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۱ منډې وکړې او په ۱۶ منډو يې لوبه وبايلله. د دوی له لوري نجيب تره کي ۵۲، شبير نوري ۴۷ او نجيب الله ځدراڼ ۲۷ منډې وکړې.

د کابل بازانو له لوري وقار سلامخېل ۴، امير حمزه ۲، عبدالرحمن او یوسف ځاځي ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريم جنت ترلاسه کړه، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په تاريخ کې يې دريمه سليزه ووهله.

د نننۍ ايليمينېټر لوبې په ګټلو سره د کابل بازانو لوبډلې دويمې کواليفاير لوبې ته لار پېدا کړه. کابل بازان به په دويمه کواليفایر لوبه کې د پاراګان بند امير ښامارانو لوبډلې سره سبا د اکتوبر په ۱۷مه نېټه ماسپښين ۱:۱۵ بجه لوبه ترسره کوي. دغه لوبه کې چې هره لوبډله بريا خپله کړي، د وزيرزي مس عینک اتلانو لوبډلې سره به په پايلوبه کې مخ کېږي.