افغانستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغان لوبډلې د کریم جنت د غوره توپ اچونې په پایله کې د ویسټ انډیز لوبډله د ۴۱ منډو په توپیر ماته کړه او په دې سره یې د عزیزي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ بریا خپله کړه.
افغانستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۴۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه

افغان لوبډلې د کریم جنت د غوره توپ اچونې په پایله کې د ویسټ انډیز لوبډله د ۴۱ منډو په توپیر ماته کړه او په دې سره یې د عزیزي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ بریا خپله کړه.

په پیل کې د عزیزي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او لومړی یې د سیالې ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړو په ټولو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۷ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې یې کریم جنت او حضرت الله ځاځي هر یوه ۲۶ منډې، ګلبدین نایب ۲۴ او نجیب الله ځدراڼ ۲۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ویسټ انډیز توپ اچوونکو هر یوه ویلیمز درې، هولډر او پاول هر یوه دوه-دوه ویکټې واخیستې او افغان لوبغاړو ته یې ۱۴۷ منډې ورکړې.

ورپسې ویسټ انډیز خپله پاڼۍ پیل کړه چې د افغان توپ اچوونکو د غوره توپ اچونې په پایله کې یې د افغانستان هدف پوره نه کړای شو او د ۴۱ منډو په توپير یې ماتې ومنله.

د کریم جنت د غوره توپ اچونې په پایله کې ویسټ انډیز ونه کړای شو، څو ډېرې منډې وکړې چې په پایله کې یې کریم جنت په ۴ اورونو کې د ۱۱ منډو په ورکولو سره ویسټ انډیز پنځه ویکټې ترلاسه کړې او افغان لوبډله یې تر بریا ورسوله. دا په داسې حال کې چې د کریم جنت سربېره، راشدخان، نوین الحق او ګلبدین نایب هم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم کریم جنت ته د غوره توپ اچونې په پایله کې ورکړل شوه، چې په څلورو اورونو کې یې پنځه سیال لوبغاړي سوځولي وو.

د یادولو ده چې د عزیزي بانک جام د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه به سبا د افغانستان پر مهال د ماښام شپږ بجې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.