لانس کلوزنر: سږکال جامونو کې پلی اف ته رسېدل مو لومړيتوب دی

د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې نن خبري ناسته ترسره شوه چې پکې د دغې ادارې د اجراییه مشر لطف الله ستانکزي ترڅنګ د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر او د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څرګندونې وکړې.
لانس کلوزنر: سږکال جامونو کې پلی اف ته رسېدل مو لومړيتوب دی

د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې نن خبري ناسته ترسره شوه چې پکې د دغې ادارې د اجراییه مشر لطف الله ستانکزي ترڅنګ د ملي لوبډلې مشر روزونکي لانس کلوزنر او د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څرګندونې وکړې.

په پيل کې اجراييوي مشر وويل، چې د مشر روزونکي لانس کلوزنر سره يې له پیله دا خبره سپینه کړې وه چې هغه به افغانستان ته راځي او اوس دا دی هېواد ته راغلی دی او همدا راز به په راتلونکي کې په هېواد کې ځينې تمريناتي کمپونه هم ترسره کېږي چې مشر روزونکی به يې مشري کوي او ځينو کې به بيا نور روزونکي هم له لوبغاړو سره تمريناتي کمپونه ترسره کړي.

هغه زياته کړه، د اسيا او نړیوال جام شل اوریزو لوبو جامونه راروان دي او سیالیو ته یې بشپړ تياری لرو، چې د هغې لپاره مو په متحده عربي اماراتو کې یو تمريناتي کمپ هم ترسره کړ او دا لړۍ به همدا ډول دوامداره وساتو، ترڅو لوبډله په بشپړ ډول چمتو شي.

همدار راز مشر روزونکي لانس کلوزنر هم په دغه خبري ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، ډېر خوشحاله دی چې نن په افغانستان کې د رسنیو په حضور کې خبرې کوي او ویاړ لري چې له افغان لوبډلې سره يو ځای دی، ځکه افغان لوبډله له پخوا د نوموړي زړه ته نږدې ده. د هغه په وینا: ((کله چې زه د زمبابوې لوبډلې روزونکی وم، نو هغه مهال له افغانستان سره زموږ لوبې وې او له ډېرې نږدې نه مې دا لوبډله څارله چې ډېرې په زړه پورې سیالۍ یې وګټلې.))

هغه همدا راز وويل: ((دلته له راتګ وروسته مې له هغه کسانو سره هم وليدل، چې په دفتر کې کار کوي او ما يې ډېر نوم اورېدلی و، خو ليدلي مې نه و، همدا راز دلته مې د لوبغاړو لپاره ټولې رامنځته شوې اسانتياوې هم له نږدې وکتلې.))

په دغه لړ کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان هم له خبريالانو مننه وکړه، چې تل يې د لوبغاړو ملاتړ کړی دی.

سربېره پر دې د یوې پوښتنې په ځواب کې د کرکټ بورډ ادارې اجراییه رییس ښاغلي ستانکزي په ۲۰۲۰ کال کې د نورو بشپړ غړيتوب لرونکو يا سترو لوبډلو پر وړاندې د کمو لوبو په اړه په ځواب کې وویل: (( لومړی باید ووایم چې د راتلونکو لوبو مهالوېش یا پروګرام (FTP) چې د ۲۰۱۹ - ۲۰۲۳ کلونو لپاره دی، په ۲۰۱۸م کال کې نهایي او په اړه یې پرېکړه شوې وه، لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري دغه مهالوېش جوړیږي او پر بنسټ یې له نورو هېوادونو سره د لوبو مهالوېش تنظیمیږي او د کرکټ بورډ ادارې هغه مهال یاد پروګرام د خبرپاڼې له لارې هم شریک کړی و، همدارنګه د دې سربېره موږ د دوه اړخیزو لوبو برابرولو لپاره لا هم لګیا یو د نورو هېوادونو له کرکټ بورډونو سره مو اړیکې نیولې دي،

دغه راز دا چې یو شمېر هیوادونه د افغانستان پر وړاندې له لوبو، د ټلویزیون د حقوقو، له لوبغالو او د نورو سرچینو له لارې له دوه اړخیزو سیالیو ډېر عواید نه تر لاسه کوي، له همدې امله د افغانستان پر وړاندې لوبو ته زړه نازړه وي، که څه هم ځینو یې په جولای او اګست کې زړه ښه کړی و، نو دا چې بهرنۍ لوبډلې هېواد ته له راتګ ډډه کوي او زموږ په کوربه توب ډېری لوبې بیا په هندوستان او اماراتو کې وي نو په یادو میاشتو کې په متحده عربي اماراتو کې سخته ګرمي وي او په هندوستان کې هم د بارانونو موسم وي او لوبې خرابوي نو له همدې امله هم له لوبو کولو ډډه کوي.

سربېره پر دې باید ووایم چې موږ د ملي لوبډلې لپاره د دوه اړخیزو سیالیو د چمتو کولو لپاره تر اوسه د نورو هېوادونو له کرکټ بورډونو سره خبرې کړې، د دوی له منځه مو له څلورـ پنځو هېوادونو منفي ځواب ترلاسه کړی، ځکه هغوی هم د خپلو لوبو پر راتلونکي پروګرام (FTP) پر بنسټ لوبې لري او د ځینو نورو ځواب ته منتظر یو، خو په ورته وخت کې مو بیا د الف لوبډلې لپاره چې ملي لوبډله هم د دوی له منځه جوړیږي، له سریلانکا سره لوبې برابرې کړې او دغه چاره به د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام یو ورځنیو لوبو لپاره د بشپړ چمتووالي په برخه کې یو غوره او مؤثره ګام واوسي.

دغه راز باید د دې یادونه وکړم، د اسټرالیا هېواد غوښتل چې د روان کال په جولای میاشت کې له موږ سره د سوپر لیګ (Super League) درې لوبې ترسره کړي، خو موږ دغه سیالۍ وځنډولې، لاملونه یې چې دغه لوبې مو بل کال ته وځنډولې؛ لومړی دا و چې د لوبو کوربه توب لپاره مو ځای نه درلود؛ بل مورد هم دا دی چې زموږ ډېر تمرکز اوس د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو پر نړیوال جام دی، څو یوه پیاوړې او بشپړه چمتو افغان لوبډله پکې استازیتوب وکړي او په دغو لوبو کې ډېره ښه وځلیږي.))

نوموړي همدا راز وويل چې په روان کال د مۍ په لومړۍ نېټه د يو ورځنيو لوبو ليګ پيلېږي چې له منځه به يې د راتلونکي نړيوال پنځوس اوريز جام لپاره لوبډلې غوره کېږي، چې هره لوبډله پکې ۸ لوبلړۍ لري او په دې لړ کې افغانستان هم ۸ لوبلړۍ لري، چې پنځه به يې په خپل کوربه توب او پاتې درې به يې د سیالو هېوادونو په کوربه توب ترسره کېږي، نو پر همدې بنسټ افغانستان راتلونکی ۲۰۲۱ کال له له شپږو هېوادونو (ایرلنډ، هندوستان، سریلانکا، پاکستان، زمبابوې او نیدرلنډ) سره مخ او همدارنګه به په ۲۰۲۲ کال کې له (بنګله دېش او اسټرالیا) سره مخ شي او په دغه نړیوال سوپر لیګ کې چې له ۲۰۲۰ پیل او تر ۲۰۲۲ به دوام ومومي، افغانستان له (انګلستان، ویسټ انديز، سویلي افریقا او نیوزیلنډ) سره کومې لوبې نه لري.

ستانکزي دغه راز د ايرلنډ لوبډلې سره د لوبلړۍ په اړه وويل، د ايرلنډ لوبډله چې له موږ سره يو ځای يې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړی دی، يوه ښه لوبډله ده او تل يې له موږ سره ښې لوبې کړې دي. نوموړي وويل: ((هغوی له مالي مشکلاتو سره مخ دي، نو له همدې امله يې پرېکړه وکړه، دا چې موږ وخت لرو نو په هند کې به ورسره د شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کوو. اوس چې موږ کوم امکانات د دوی لپاره برابرو، راتلونکی کال کې به هغه امکانات دوی بيا موږ ته تياروي.))

د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره اصغر افغان د لوبډلې د تيارولو په برخه کې وويل، چې شل اوريزې لوبې ډېرې چټکې لوبې دي او همدا لامل دی چې هغه ټينګار کوي چې تجربه کاره لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړي، خو تر څنګ يې ځوان لوبغاړي هم ورسره دي او هغو لوبغاړو ته به چانس ورکړي، چې چټکه لوبه کولای شي.

نوموړي وويل چې تر نړيوال جام پورې يې ټوله هڅه دا ده چې لوبغاړي شل اوريزې لوبې ترسره کړي او د اسيا جام او نړيوال جام لپاره يوه داسې لوبډله برابره کړي، څو هلته ښه وځلېږي. نوموړي دغه راز له ادارې هم مننه وکړه چې د دوی هرې غوښتنې ته یې هرکلی  ویلی او په روزنیزو او تمریناتي کمپونو کې به هم دوی ډېر څه زده کړي.

همدا راز لانس کلوزنر بيا د راتلونکي نړيوال جام په اړه وويل، چې موږ به په دغه جام کې له سترو لوبډلو سره مخ کېږو او زموږ ټوله پاملرنه هم دې لوري ته ده چې دغه لوبډلو ته له مخکې نه ځانونه چمتو کړو. هغه زياته کړه چې زه د لوبغاړو په وړتيا باور لرم او هڅه به مو دا وي چې په نړيوال شل اوريز جام کې بل پړاو ته لار پېدا کړو نو له همدې امله زموږ ډېر ټینګار اوس د چټک توپ اچوونکو پر وړاندې د افغان لوبغاړو مقاومت کول او ښه لوبېدل دي، ځکه راروان نړیوال جام په اسټرالیا هېواد کې ترسره کېږی او چټک توپ اچوونکي په ورته اب و هوا کې ډېر ښه ځلیږي او دې برخې ته موږ لومړیتوب ورکړی دی.