مس عينک اتلانو پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 13 Oct 2019
د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۲مه لوبه کې د کابل بازانو او وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلې نن سهار ۹ بجې په کابل لوبغالي کې مخامخ شوې.
د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې کریم جنت ۲۷، حضرت الله ځاځي ۲۶ او عبدالرحمن ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.
همدا راز د مس عينک اتلانو له لوري نور احمد ۳، نوين الحق، يمين احمدزي او طارق ستانکزي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د ۱۳۲ منډو هدف د مس عينک اتلانو لوبډلې د ۱ ويکټې په سوځېدو په ۱۸ اورونو کې پوره کړ او په ۹ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري نور علي ځدراڼ ۷۲ ناسوځېدلې، احسان الله جنت ۳۶ ناسوځېدلې او رحمن الله ګربز ۱۷ منډې وکړې.
د کابل بازانو له لوري يوازې حمزه هوتک ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور احمد ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۳ مهمې ويکټې ترلاسه کړې.
په نننۍ لوبه کې صديق الله پاچا هم ګډون وکړ، چې دا يې د مس عينک اتلانو لپاره لومړۍ لوبه وه.
د يادولو ده چې د نننۍ لوبې په بريا سره د مس عينک اتلانو هم پلی آف پړاو ته لار پېدا کړه، چې تر دوی مخکې د کابل بازانو لوبډلې پلی آف پړاو ته لار پېدا کړې وه.
نن به ۱۳مه لوبه د عارف عظیم بوست ساتونکو او سپين غر زمريانو ترمنځ ماسپښين ۱:۱۵ بجه ترسره کېږي.