ملي لوبډله نومبر میاشت کې له اسټرالیا سره مخ کېږي

افغان ملي لوبډله به د روان کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا په پرت (Perth)  لوبغالي کې د یاد هېواد د ملي لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي
ملي لوبډله نومبر میاشت کې له اسټرالیا سره مخ کېږي

دغه یوازېنۍ ټېسټ لوبه د اسټرالیا په کوربه توب د نومبر په ۲۱مه نېټه پیل چې د مهالوېش له مخې به د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې دوام  ومومي
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي لطف الله ستانکزي په دې تړاو وویل، د دواړو هېوادونو ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ډېر لېواله دی او هیله ده چې تر .هغې مودې د کورونا ناروغي له منځه ولاړه شي او دغه لوبه ترسره شي.
هغه دغه راز زیاته کړه: ((د اسټرالیا لوبډله ډېره پیاوړې لوبډله ده، خو زموږ لوبډله به هم دغې سیالۍ ته بشپړ چمتووالي ولري او دغه لوبه به زموږ د لوبډلې لپاره یوه ښه تجربه واوسي.))
د یادولو ده چې افغانستان له دې وړاندې په ټېسټ سیالیو کې له بنګله دېش، ایرلنډ، هندوستان او ویسټ انډيز سره مخ شوی دی چې له لومړیو دوه لوبډلو یې بریا خپله کړې، خو له وروستیو دوو یې بیا ماتې منلې ده.