ملي لوبډله د نیدرلنډ پر وړاندې سیالیو په موخه قطر ته روانه شوه

افغان ملي لوبډله له نېدرلنډ سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه چې هلته به د دوو اونیو تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي چې د روانې جنوري میاشتې له ۲۱مې نېتې تر ۲۵مې نېټې د قطر د پلازمېنې دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.
ملي لوبډله د نیدرلنډ پر وړاندې سیالیو په موخه قطر ته روانه شوه

افغان ملي لوبډله له نېدرلنډ سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه چې هلته به د دوو اونیو تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي چې د روانې جنوري میاشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې نېټې به د قطر د پلازمېنې دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

افغان لوبډله له دې وروسته د زمبابوې، بنګلهدېش او هندوستان سره هم د لوبو سفرونه پیلوي، چې دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپرلیګ لوبو برخه دي او د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ په موخه ترسره کېږي.

د ملي لوبډلې د روانېدو پر مهال د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف وویل چې د ایرلنډ په وړاندې سیالیو وروسته دا ځل د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې د نیدرلنډ په وړاندې سیالۍ هم په پیلېدو دي چې ډېر ژر به له زمبابوې او بنګله دېش لوبډلې سره هم لوبې ترسره شي او په وینا یې: (( په لنډ وخت کې به بهرني روزونکي هم وګمارو، شک نشته چې پخواني لوبغاړي ډېره تجربه لري؛ خو د ځوان لوبغاړو حق به هم نه خوړل کېږي، بلکې حق به حقدار ته سپارل کېږي. دا دی په اوسنۍ لوبډله کې هم ډېر ځوان لوبغاړي شته.))

ښاغلي اشرف زیاته کړه، له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي، چې دوه اړخیزې سیالۍ وکړو او له همدې لارې د ولس پر څېرو مسکاوې راولو او ویاړونه وروبخښو.

د کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان هم وویل چې راتلونکې سیالۍ له ډېر اهمیته برخمنې دي او د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنه کې خورا مهم رول لري.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه: ((کرکټ که تر دې ځایه را رسېدلی، له شک پرته د اخلاص پایله ده؛ خو موږ اوس یو نوي پړاو ته داخلېږو، یو ستر پلان سره مخکې ځو. د کرکټ بورډ نوی مشرتابه غواړي په خپلو پالیسیانو په ډېره کلکه سره عمل وکړي، چې له منځه یې تکړښت، کارګردکي او ډسپلن لومړیتوب دي او  په همدې  اساس به لوبغاړي غوره کېږي. موږ غواړو چې ۲۰۲۳ نړیوال جام پورې یو داسې لوبډله تیاره کړو چې ښه جوړښت او توازن ولري.))

د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل: د نېدرلینډ سره راتلونکې لوبې کمې نه ګڼو او باید ورته پوره چمتووالی ونیسو.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ دا هم په پام کې لرو چې نورو لوبډلو سره څنګه لوبې وکړو. زموږ هدف لوړ دی. زموږ نورې لوبې له بنګلهدېش، پاکستان او هندوستان سره دي او هڅه به مو دا وي چې له پیاوړو لوبډلو سره یوازې لوبې ونه کړو، بلکې زموږ لوبې به د ګټې په موخه وي.))

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه د نیدرلنډ لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي. دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د غوره لیګ سیالیو برخه دي، چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه کېږي. افغان لوبډلې تر دې مهاله په سوپر لیګ سیالیو کې درې سیالۍ د ایرلینډ پر وړاندې کړې چې درې واړه یې ګټلې دي او اوسمهال ۳۰ نمرې له ځان سره لري.