ملي لوبغاړي به سبا خپل تمریناتي کمپ پیل کړي

افغان ملي لوبغاړي به سبا په هغه یو میاشتني روزنیز کمپ کې ګډون وکړي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري ورته د راتلونکو سیالیو د چمتووالي په موخه په پام کې نیول شوی دی.
ملي لوبغاړي به سبا خپل تمریناتي کمپ پیل کړي

افغان ملي لوبغاړي به سبا په هغه یو میاشتني روزنیز کمپ کې ګډون وکړي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري ورته د راتلونکو سیالیو د چمتووالي په موخه په پام کې نیول شوی دی.

یاد تمریناتي کمپ به د کرکټ نړیوالې شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان روغتیا وزارت د لارښوونو په چوکاټ کې د کورونا پر وړاندې د ټولو لارښوونو او روغتیايي اصولو په مراعتولو سره ترسره شي.

په همدې تړاو نن د افغانستان کرکټ بورډ کې د کورونا د مخنیوي پر وړاندې د ټولو تدابیرو مراعتولو په موخه د پوهاوي ناسته هم ترسره شوه، ترڅو ټول لوبغاړي د دغه تمریناتي کمپ پر مهال څرنګه د خپل ځان او نورو لوبغاړو د روغتیا پاملرنه وکړي.

په یاد روزنیز کمپ کې (لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف شامل دي.)

د یادولو ده چې دغه روزنیز کمپ به سبا د کابل کرکټ لوبغالي کې پیل او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې دوام ومومي چې د روزونکو په وینا، په یاد روزنیز کمپ کې به د لوبغاړو پر تکړښت، غوره توپ اچونې او توپوهنې او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتووالي کار وشي.