ننګرهار ب لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ۱۴م پړاو سیالۍ چې د ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د روانې مارچ میاشتې په دریمه نېټه د هېواد په دوه ولایتونو کې پیل شوې وې، نن په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. 
ننګرهار ب لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ۱۴م پړاو سیالۍ چې د ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د روانې مارچ میاشتې په دریمه نېټه د هېواد په دوه ولایتونو کې پیل شوې وې، نن په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. 

د یادو سیالیو پایلوبې ته د کابل او ننګرهار ب لوبډلو لاره موندلې وه، د لوبې پچه د کابل لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. ننګرهار ب لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۷ منډې جوړې کړې او د کابل ولایت لوبډلې ته یې د ۲۸۸ منډو ستر هدف وټاکه. د دې لوبډلې په ګټه عابد محمدي ۱۱۴، محمد اسحق ۵۴، بارکزي ناصري ۲۸* او الله نور ناصري ۲۷ منډې جوړې کړې. له بلې خوا د کابل لپاره الله محمد ۲، جمعه الدین سلطانی، محمد الله همکار او عبدالوهاب شینواري یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د کابل ولایت لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې ښه لوبه ونکړه، ټوله لوبډله په ۴۲م اور کې یوازې په ۱۸۶ منډو له ډګره بهر شوه او د ۱۰۱ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه. د کابل لپاره په توپوهنه کې اسلام ځاځي ۵۴*، سلیمان ساپي ۴۳ او محمد ریاض ۳۶ منډې جوړې کړې خو لوبډله یې له ماتې ونه شوه ژغورلی. د ننګرهار ب لپاره په توپ اچوونکو کې عابد محمدي ۴، محمد ابراهیم ۳، سهیل خان ۲ او عظیم عادل یوه وېکټ ترلاسه کړه. د لوبې غوره لوبغاړی د ننګرهار لوبډلې لوبغاړی عابد محمدي ونومول شو چې د ۱۱۴ منډو ترڅنګ یې ۴ وېکټې هم ترلاسه کړې وې. 

د دغو سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی د کونړ لوبډلې لوبډلمشر بهیر شاه ونومول شو چې په ۵ پاڼیو کې یې د ۲ سلیزو او یوې نیمه سلیزې پر مټ د ۱۲۹ منډو په اوسط سره ۳۸۶ منډې جوړې کړې وې. همدارنګه د دې سیالیو غوره توپ اچوونکی بیا د چیېرمېن ایلېون لوبدلې لیګ بریک توپ اچوونکی احمد ولي ونومول شو چې په ۶ پاڼیو کې یې ۱۹ وېکټې ترلاسه کړې وې.

د څوارلسم پړاو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځوان لوبغاړی د ننګرهار ب لوبډلې ځوان ورو توپ اچوونکی سهیل خان ونومول شو چې په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې یې ۱۳ وېکټې ترلاسه کړې وې. همدارنګه د دغو سیالیو ترټولو غوره لوبغاړی بیا د ننګرهار ب لوبډلې الرونډر عابد محمدي ونومول شو؛ نوموړي په ۷ سیالیو کې د یوې سلیزې او دوه نیمه سلیزو پر مټ ۳۳۸ منډې جوړې کړې وې او ترڅنګ یې ۱۲ وېکټې هم ترلاسه کړې وې.

په دې سره د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ۱۴م پړاو هم پای ته ورسېد. دا په روان کال کې د کورني کرکټ دویم ټورنمنټ و چې ترسره کېږي، د دې سیالیو په تعقیب به په راتلونکې مې میاشت کې د هېواد ترټولو سترې شل اوریزې سیالۍ شپږیزه کرکت لیګ او ورپسې به د زونونو په کچه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.