د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پیلیږي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 12 Jul 2023
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د شهید نجیب الله ترهکي په نوم د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیلېږي. دا په ټوله کې د یادو سیالیو ۱۱م پړاو دی چې د روانې جولای میاشتې په ۱۷مه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې پورې به د کندز ولایت په قهوه خانې کرکټ لوبغالي کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.
په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۴ لوبې ترسره کړي او له منځه به یې ۲ مخکښه لوبډلې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي.
دغه سیالۍ به ټولې ۶ ورځې وخت ونیسي، د پایلوبې په شمول به په یاده موده کې ټولې ۱۱ سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د جولای میاشتې په ۲۲مه نېټه په یاد ولایت کې ترسره شي. د سپین غر زون لوبډلې د یادو سیالیو د تېر پړاو اتلولي ګټلې وه چې د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي.
د یادونې وړ ده چې دا به د روان کال په ترڅ کې د کورني کرکټ پنځم ټورنمنټ وي چې د مهالوېش له مخې به ترسره شي. له دې وروسته به د زونونو په کچه د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس او د غازي امان الله خان لیسټ اې سیالۍ هم ترسره شي.