د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني مهالوېش له مخې د شهید نجیب الله تره‌کي په نوم د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیلېږي. دا په ټوله کې د یادو سیالیو ۱۲م پړاو دی چې د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۸مې نېټې پورې به د کندهار ولایت په کرکټ لوبغالي کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۴ لوبې ترسره کړي او له منځه به یې څلور مخکښې لوبډلې د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره ومومي، چې د نیمه پایلوبو ګټونکې دوه لوبډلې به د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي.

دغه سیالۍ به ټولې ۸ ورځې وخت ونیسي، د پایلوبې په شمول به په یاده موده کې ټولې ۱۳ سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه په یاد ولایت کې ترسره شي. د سپین غر زون لوبډلې د یادو سیالیو د تېر پړاو اتلولي ګټلې وه چې د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د یادونې وړ ده چې دا به د روان کال په ترڅ کې د کورني کرکټ دریم ټورنمنټ وي چې د مهالوېش له مخې به ترسره شي. له دې وروسته به د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ او ګڼ شمېر نورې سترې کورنۍ سیالۍ ترسره شي.