افغان اتلانو نیدرلند ته ۳-۰ ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 25 Jan 2022
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نجیب الله ځدراڼ او ریاض حسن د نیمه سلیزو او د سپنرانو د بهترینه توپ اچونې پر مټ نن د روانې لوبلړۍ په دریمه لوبه کې د نیدرلنډ ملي لوبډلې ته د ۷۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم کړه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په قطر هیواد کې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په چوکاټ کې د نیدرلند هیواد کوربتوب ترسره کړ چې د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یې په بشپړه توګه وګټله. افغان لوبډلې په نننۍ بریا سره یوازینۍ لوبډله شوه چې د سوپر لیګ سیالیو کې خپلې لومړۍ شپږ واړه سیالۍ ګټي. له بلې خوا دا د افغان لوبډلې لپاره د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لسمه لوبلړۍ شوه چې په خپله بریا یې پای ته رسوي.
د دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې نن افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې پچه وګتله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه. نن درې لوبغاړي ریاض حسن، قیس احمد او فضل الحق فاروقي د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېدل. په پیل کې که څه هم د افغان لوبډلې توپوهنه ښه نه وه او د رحمان الله ګربز ویکټ یې په ۲۲ منډو کې له لاسه ورکړه خو د ځوان ریاض حسن او رحمت شاه د ۸۶ منډو ملګرتیا پاتې توپوهونکو ته لاره اسانه کړه. له دې وروسته نجیب ځدراڼ لومړی له حشمت شهیدي سره د ۶۴ منډو او بیا له عظمت الله سره د ۴۴ منډو ملګرتیا وکړه چې پر مټ یې سیالې نیدرلند لوبډلې ته د ۲۵۵ منډو هدف وټاکه.
د افغان توپوهونکو لخوا ځوان پیلیز توپوهونکي ریاض حسن په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې نیمه سلیزه جوړه کړه او په ۵۰ منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه، په نورو لوبغاړو کې نجیب ځدراڼ چټکې ۷۱، رحمت شاه ۴۸ او حشمت الله شهیدي ۲۸ منډې جوړې کړې. د نیدرلند په ګټه ویویان کینګما، کلایټن فلایډ، برنډن ګلور، ثاقب ذوالفقار او ارین دوټ هر یوه ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د افغان لوبډلې د ۲۵۵ منډو هدف پسې که څه هم د نیدرلند پیلیزو توپوهونکو غوره پیل واخیست او د ۱۰۳ منډو ملګرتیا یې ترسره کړه خو وروسته یې خپل ټول لوبغاړي په ۱۷۹ منډو کې له لاسه ورکړل. نیدرلند ته کولن اکرمن ۸۱ او سکاټ ایډورډز ۵۴ منډې ترسره کړې. د افغانستان لپاره ځوان توپ اچونکې قیس احمد په خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې ۳ ویکټې په خپل نوم کړې، په نورو توپ اچوونکو کې راشدخان ۲، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمان، فرید ملک او عظمت الله عمرزي هر یوه یو-یو لوبغاړی د لوبې له ډګره بهر کړ.
د افغان ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی نجیب الله ځدراڼ په ۵۹ توپونو د ۷۱ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د یادې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا د نیدرلند لوبډلې پیلیز توپوهونکي سکاټ اډورډز ترلاسه کړه، چا چې د ۳ نیمه سلیزو په مټ د ۶۹.۳۳ منډو په اوسط سره ۲۰۸ منډې جوړې کړې وې.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه افغان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې د دوه لوبلړیو کوربتوب ترسره کړی چې دواړې یې ۳-۰ ګټلې دي. ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله به تر راتلونکي ۲۰۲۳م کال پورې د اسټرالیا او پاکستان پر وړاندې سیالۍ په خپل کوربتوب ترسره کړي خو د څلورو نورو لوبلړیو لپاره به زمبابوې، بنګله دېش، هند او سریلانکا هېوادونو ته د مېلمه لوبډلې په توګه سفرونه وکړي.