افغان لوبډلې په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله

افغان لوبډلې په روان شل اوریز نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې تر سره کړه. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
افغان لوبډلې په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله

افغان لوبډلې په روان شل اوریز نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې تر سره کړه. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
نن د افغان لوبډلې د پیل توپوهونکو ښه پیل ونه کړ، شهزاد محمدي په ۱۱ توپونو یوازې څلور منډې وکړې او خپله ویکټ یې له لاسه ورکړه. د شهزاد له رخصتېدو وروسته رحمن الله ګربز د حضرت الله ځاځي ملګرتیا ته راغی؛ خو ځاځي هم په څلورو توپونو یوازې دوه منډې وکړې او د نورو لوبغاړو څنګ ته ورغی. د ځاځي وروسته ګلبدین نایب توپوهنې ته راغی، خو رحمن الله ګربز هم بیا ګلبدین نایب سره ملګرتیا اوږده نه کړه او د شپږو منډو جوړولو وروسته یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه.
د ګربز له بهرېدو وروسته نجیب الله ځدراڼ توپوهنې ته راغی او د نیوزیلنډ پر وړاندې یې د افغان لوبډلې هدف لوړ کړ. نن نجیب الله ځدراڼ د ۳ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۷۳ منډې وکړې او ډېر ښه وځلېده. سربېره پر دې ګلبدین نایب ۱۵، محمد نبي ۱۴ او راشدخان ۳ منډې وکړې. افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په غورځېدو سره ۱۲۴ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۲۵ منډو هدف کېښود.
د نیوزیلنډ په توپ اچوونکو کې ټرینټ بولټ ۳، ټیم سوتي ۲، جیمي نېشم، اېش سودي او اډم میلني یو ـ یو افغان لوبغاړی له ډګره بهر کړ.
نیوزیلنډ د افغان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف په ۱۸.۱ اورونو کې پوره کړ. د نیوزیلنډ لپاره په توپوهنه کې کېن ویلمسن ۴۰ ناسوځېدلې، ډېوین کانوې ۳۶ ناسوځېدلې او مارټن ګپټل ۲۸ منډې وکړې.
د افغان توپ اچوونکو له منځه مجیب الرحمن یو او راشد خان هم یو لوبغاړی له ډګره بهر کړ. د یادونې وړ ده چې راشد خان د نننۍ ویکټې په اخیستو سره په شل اوریزو لوبو کې خپلې ۴۰۰ ویکټې هم پوره کړې.
د ۲۰۲۱ کال په نړیوال شل اوریز جام کې افغان لوبډلې پنځه لوبې وکړې، چې دوې یې وګټلې او درې یې وبایللې. د نننۍ لوبې په بایللو سره په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر هم پای ته ورسېد.
له بل لوري باید یادونه وشي چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۲ کال نړیوال شل اوریز جام لوبو د ۱۲ غوره لوبډلو پړاو ته هم لاره موندلې چې افغان لوبډلې یې اووم ځای خپل کړی دی.