د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي د دویم فاز چارې په چټکۍ پر مخ روانې دي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ننګرهار ولایت کې د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي ستونزې حل او د دویم فاز کارونه تر اوسه ۲۵٪ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې د قرارداد له مخې په خپل وخت ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې له لوري د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي د دویم فاز کارونو قرارداد د ۲۰۲۱ م کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه له نور متون ساختماني شرکت سره د شپاړلس میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی، چې د همدغه کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۰ مې نېټې د اوو میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ شي.
یاد قرارداد کې د احاطوي دیوال سربېره د لوبغالي د شین چمن کرل، د اوبو څاه، د اوبو ټانکۍ او د لوبغالي د اوبو رسونې سیستم شامل دي.
د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي کارونه له دې وړاندې د یو لړ ټولنیزو ستونزو، چې د لوبغالي په ساحه کې د ځینو اشخاصو کورونو شتون درلود او د لوبغالي د رغونې کارونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي وو، له نېکه مرغه د افغانستان کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې همکارانو او د ننګرهار ولایت مقام په هڅو او همکارۍ یادې ستونزې حل شوې او قراردادي شرکت به د کاري پلان مطابق یاد شوي کارونه په خپل وخت سرته رسوي.
د یادونې وړ ده چې دغه لوبغالی د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په هڅو د ننګرهار ولایت په بهسودو سیمه کې د بهسود کرکټ لوبغالي په نوم د لومړي پړاو چارې یو ساختماني شرکت ته ورکړل شوې او بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي نجیب الله ترکي له مړینې وروسته یاد لوبغالی د نجیب الله ترکي کرکټ لوبغالي په نوم ونومول شو.