افغان لوبډلې بنګله دېش ته د ماتې په ورکولو سره ستره کارنامه خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 15 Sep 2019
دا په پرله پسې توګه دولسمه شل اوریزه سيالي ده چې افغان لوبډلې پکې ماتې نه ده خوړلې او د کرکټ نړۍ د شل اوریزو سیالیو په لړ کې دغه کارنامه کومې بلې لوبډلې نه ده خپله کړې.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. که څه هم د لوبې په پيل کې څلور مهم لوبغاړو هر یوه رحمن الله، حضرت الله، نجیب الله تره کي او نجیب الله ځدراڼ ژر خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو محمد نبي او اصغر افغان د ښې ملګرتیا پر بنسټ افغان لوبډلې ته ۱۶۴ منډې جوړې کړې.
محمدنبي په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې ۷ شپږیزې او ۳ څلوریزې يې په پاڼۍ کې شاملې وې. دغه راز اصغر افغان بیا د ۲ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۴۰ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش په توپ اچوونکو کې محمد سیف الدین ۴ او شکیب الحسن دوه ويکټې واخیستې.
سيالې لوبډلې د ورکړل شوي هدف په تعقیب کې ۱۹،۵ اورونه ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۳۹ منډې ترلاسه کړې.
محمودالله او شبیررحمن په ترتیب سره ۴۴ او ۲۴ منډې جوړې کړې. دا ځل په افغان توپ اچوونکو کې بیا مجیب الرحمن ښه وځليد او ۴ ويکټې یې ترلاسه کړې چې دا یې په شل اوریزه کرکټ کې غوره توپ اچونه هم ده.
فريدملک، راشدخان او ګلبدین نایب هم په توپ اچونه کې ښه وځليدل او دوه ـ دوه ويکټې یې واخیستې.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم د غوره توپوهنې له امله محمدنبي ته ورکړل شوه.
بايد یادونه وکړو چې افغانستان به خپله درېیمه لوبه په روانه لوبلړۍ کې د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه له زمبابوې سره ترسره کړي.