محمد شهزاد د یوه کال لپاره په هیڅ رسمي نړیوالې او کورنۍ لوبه کې ګډون نه شي کړی

د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلین یا انظباط کمېټې نن په رسمي ډول د ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه او د یوه کال لپاره یې د نوموړي قرارداد پای ته ورساوه چې نوموړی د یادې مودې لپاره په هیڅ ډول رسمي کورنۍ او نړیواله لوبه کې ګډون نه شي کولی.

محمد شهزاد چې له دې وړاندې یې څو ځلې د افغانستان کرکټ بورډ له قوانینو او اصولو سرغړونه کړې، په همدې بنسټ نن د کرکټ بورډ د ډسپلین کمېټې پرېکړه وکړه چې له امله یې نوموړی په هیڅ ډول لوبو کې هم ګډون نه شی کړی.

محمد شهزاد همدارنګه د ادارې له اجازې پرته څو ځلې له هېواده بهر تللی چې د اصولو پر بنسټ چې کله هم کوم لوبغاړی له هېواد بهر ځي نو له ادارې باید اجازه ترلاسه کړي.

باید وویل شي چې دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د کرکټ لوبغاړو لپاره د تمریناتو په برخه کې هر ډول اسانتیاوې شتون لری او هیڅ لوبغاړی اړ نه دی چې د تمریناتو لپاره د کرکټ بورډ له مهالوېش پرته نورو هېوادونو ته ولاړ شي.