افغان اتلانو په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې ایرلنډ ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په شارجه کرکټ لوبغالي کې د محمد نبي او راشد خان د غوره او هر اړخیزې لوبې پر مټ په دویمه لوبه کې سیالې ایرلینډ لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.

د لوبې د مخه پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه. افغان پیلیز توپ وهونکو ښه پیل ونکړ خو په مډل ارډر کې محمد نبي او ځوان صدیق اتل د افغانستان په ګټه غوره ملګرتیا وکړه او په ترتیب سره یې ۵۹ او ۳۵ منډې جوړې کړې. دغه راز په وروستیو کې لوبډلمشر راشد خان هم ۲۵ چټکې منډې تر سره کړې چې په پایله کې یې ایرلینډ ته د ۹ وېکټو په دلاسه ورکولو د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.
د ایرلینډ له لورې په توپ وهنه کې مارک اډېر ۳، جاش  ليټل او بیري مکارتي ۲،۲ او بنجامن وایټ ا افغان توپ وهونکی له ډګره بهر کړ.

ایرلینډ بیا د خپلې توپ وهنې په پاڼۍ  کې ښه پیل واخیست خو په مډل ارډر کې یې توپ وهونکي د افغان توپ اچوونکو له لورې په پرلپسې ډول ښکار شول او ویې نه شو کولای یاد هدف ته ځان ورسوي او دې سره یې افغان لوبډلې ته سیالۍ د ۱۰ منډو په توپیر وبایلله.
د ایرلیڼد له خوا په توپ وهنه کې انډریو بلبرني ۴۵، پال سټرلنګ ۲۴ او ګیرت ډیلني ۳۹ منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په ګټه تر نورو توپ وهونکو ښه وځلېدل.

د افغان توپ اچوونکو له لورې ورو توپ اچوونکو بیا غوره کارکردګي وکړه چې په لړ کې یې راشد خان ۴، ننګیال خروټي ۲، محمد نبي ۱ او چټک توپ اچوونکي فضل حق فاروقي هم د سیالې لوبډلې ۱ وېکټه ترلاسه کړه.
راشد خان د خپلې غوره توپ وهنې او توپ اچونې پر مټ د یادې سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ۳ سیالیو دغه لړۍ لومړۍ لوبه ایرلینډ ګټلې وه او د افغان لوبډلې نننۍ بریا سره لړۍ ۱-۱ مساوي شوه چې دریمه او وروستۍ لوبه به سبا دوشنبه په همدې لوبغالي ترسره کیږي.