مس عینک د څلورم ځل لپاره اتلولي خپله کړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو ورځنیو سیالیو د اتلولۍ جام مس عینک لوبډلې په خپل نوم کړی.  یادې لوبډلې په یوه په زړه پورې پایلوبه کې د بندامیر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه او د څلورم ځل لپاره یې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړی.
مس عینک د څلورم ځل لپاره اتلولي خپله کړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو ورځنیو سیالیو د اتلولۍ جام مس عینک لوبډلې په خپل نوم کړی.  یادې لوبډلې په یوه په زړه پورې پایلوبه کې د بندامیر لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه او د څلورم ځل لپاره یې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړی.

د نن په ښکلې او په زړه پورې  پایلوبه کې بندامیر لوبډلې په خپلې غوره توپوهنې سره د ۳۱۵ منډو هدف د مس عینک لوبډلې ته وټاکه خو مس عینک د شاهد کمال، نوید عبید او افسر ځاځي د ښې توپوهنې پر مټ ترلاسه کړی.

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو اته پړاونه ترسره شوي، چې څلور ځلي مس عینک، دوه ځلي بست، یوځلي سپین غر او یو ځلي هندوکش سټرایکز پکې اتلولي ترلاسه کړې ده.

د بندامیر او مس عینک تر منځ د نننۍ پایلوبې پچه بندامیر لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه  ترسره کړه. دوی په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د نور الرحمن ۵۷، اعجاز احمدزي ۵۲، حشمت الله شهیدي ۵۱، اصف موسی زي ۴۲ او فرمان ساپي ۴۱ منډې ترسره کړې. بلخوا د مس عینک په توپ اچونه کې دولت ځدراڼ او یونس ځدراڼ ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د بندامیر لوبډلې ټاکلی هدف مس عینک لوبډلې د لوبې په ۴۹م اور کې ترلاسه کړی. د مس عینک په توپوهنه کې شاهدالله کمال ۷۷ ناسوځېدلي، نوید عبید ۶۴، افسر ځاځي ۵۷او عبدالله تره خېل ۳۶ منډې جوړې کړې. د بندامیر توپ اچوونکو کې فرمان الله ساپي ۳ او خلیل ګربز ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

د پایلوبې په مراسمو کې د مس عینک لوبډلې توپوهونکی نوید عبید د لوبې بڼه بدلوونکی، شاهدالله کمال د لوبې غوره لوبغاړی، یونس ځدراڼ په ۶ ویکټو او ۱۷۵ منډو د لوبو ځوان لوبغاړی، ظاهر خان پکتین په ۲۰ ویکټو د سیالیو د غوره توپ اچوونکي، رحمت شاه زرمتي په ۴۲۴ منډو د مخکښ توپوهونکي او فرمان الله ساپی په ۱۱ ویکټو او ۲۱۴ منډو د سیالیو د تر ټولو غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو سیالیو کې رحمت شاه زرمتی په ۴۲۴ منډو لومړی، حشمت الله شهیدي په ۳۷۷ منډو دویم او نوید عبید په ۳۱۸ منډو دریم مخکښ توپوهونکي شول. همدا راز د توپ اچونې په برخه کې ظاهر خان پکتین په ۲۰ ویکټو لومړی، یمین احمدزی په ۱۱ ویکټو دویم او خلیل ګربز په ۱۱ ویکټو دریم غوره توپ اچوونکي راغلل.
د یادونې وړ ده چې اکس بول لېسټ اې اتصالات جام سیالۍ د افغانستان د کورني کرکټ سترې سیالۍ دي، چې هر کال د ملي، ملي نولس کلنو، ملي الف او د کورني کرکټ د غوره لوبغاړو تر منځ ترسره کیږي.