مس عینک اتلانو د بند امیر ښاماران له ماتې سره مخ کړل
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 06 Sep 2020
د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې چې نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیل شوې وه، د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو خپل سیال ډېلي فرېش بند امیر ښاماران په ډېرې جالبې لوبه کې د یوې منډې په توپیر له ماتې سره مخ کړل.
د لوبې په پیل کې بند امیر ښامارانو پچه وګټله چې لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، په داسې حال کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو د اوو ویکټو په سوځېدو په ټولو ۲۰ اورونو کې له سیالې لوبډلې ۱۷۹ منډې ترلاسه کړې.
لومړی د مس عینک اتلانو د شهزاد محمدي او حشمت الله شهیدي ډګر ته په راښکته کېدو سره ډېره چټکه لوبه پیل کړه چې شهزاد محمدي د ۵۴ منډو له ترلاسه کولو وروسته ټپي او له ډګره بهر کړل شو، په داسې حال کې چې شهیدي بیا ۶۵ منډې د خپلې لوبډلې په ګټه ترلاسه کړې، چې د نوموړي سربېره غمي ځدراڼ هم ۳۰ منډې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو ته شرف الدین اشرف او وقار سلام خېل هر یوه، دوه ویکټې، حمید حسن او محمد ابراهیم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبې له وقفې وروسته ډېلې فرېش بند امیر ښامارانو د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د توپوهونکو له منځه یې عثمان غني ۷۹ ډېرې، اصغر افغان ۴۵ او حضرت الله ځاځي ۲۴ منډې وکړې، خو د دوی د دغو منډو سربېره بیا هم یادې لوبډلې خپله لوبه ونه ګټله او د یوې منډې په توپیر یې له مس عینک اتلانو ماتې ومنله.
د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو له لوري نوراحمد لکڼوال دوه ویکټې، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او عبدالله مزاري یوه-یوه ویکټه واخیسته او خپله لوبډله یې په وروستي اور کې د دولت ځدراڼ د توپوهنې پر مهال بریا ته ورسوله.
د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د مس عینک اتلانو حشمت الله شهیدي، د سټایلېش لوبغاړي جایزه عثمان غني او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه بیا شهزاد محمد ته ورکړل شوه.
د یادولو ده چې سبا به د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو دویمه لوبه چې د سهار ۹:۳۰ بجې پیل شي، د اکټو سپین غر زمریان او د نوید احمدزي امو نهنګان د یو بل پر وړاندې او په دریمه لوبه کې چې د ماسپښین دوه بجې پیلیږي د ایوبي کابل بازان او بوست ساتونکي د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.