مس عينک اتلانو د شپږم پړاو شپږيزې کرکټ لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه، چې په وروستي اور کې لوبه لا هم جالبه شوه او د وروستي اور په پنځم توپ د دوه منډو په ترلاسه کولو سره مس عينک اتلانو د تېر پړاو اتلې لوبډلې بند امير ښامارانو ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ شپږيزې کرکټ ليګ کې يې اتلولي خپله کړه.
مس عينک اتلانو د شپږم پړاو شپږيزې کرکټ لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبه کې د پاراګان بند امير ښامارانو او وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه مس عينک اتلانو وګټله او لومړی يې د بند امير ښامارانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بند امير ښامارانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران جنت ۳۲، شوکت زمان ۲۷، باطن شاه ۲۳ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۲۲ منډې ترلاسه کړې.

د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق ۳، شرف الدین اشرف ۲، محمد نبي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۵۵ منډو هدف په تعقيب کې مس عينک اتلانو ډېره ښه توپوهنه پيل کړه، خو په وروستيو اورونو کې لوبه لا جالبه شوه، چې په ۱۲ توپونو ۶ منډې پکار وې، په وروستيو ۲ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځېدل خو مس عينک اتلانو ورکړل شوی هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره او د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د مس عينک اتلانو له لوري نور علي ځدراڼ ۴۲، رحمن الله ګربز ۳۶، محمد نبي ۳۰ او احسان الله جنت ۲۵ منډې وکړې. همدا راز مجيب الرحمن ۲، جاوېد احمدي او باطن شاه ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې مس عينک اتلانو تر دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې هم د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي ګټلې وه.

د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه شرف الدين اشرف ترلاسه کړه او د سټايلش لوبغاړي جايزه رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه.

د شپږيزې کرکټ ليګ د شپږم پړاو غوره لوبغاړی کريم جنت ونومول شو. همدا راز نور احمد د ايمرجينګ لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، نجات مسعود د غوره توپ اچونکي او نور علي ځدراڼ بيا د غوره توپوهونکي جايزې ترلاسه کړې.

د شپږيزې ليګ اتلې لوبډلې مس عينک اتلانو ته د ۳۰۰ زره افغانيو جايزه ورکړل شوه، همدا راز د دويم مقام په ترلاسه کولو د بند امير ښامارانو لوبډلې ته ۱۲۰ زره افغانۍ جايزه ورکړل شوه.

د ۲۰۱۹ شپږيزې کرکټ ليګ ځلېدلي لوبغاړي:

د ۲۰۱۹ شپږيزې کرکټ ليګ کې ډېر ځوان لوبغاړي وځلېدل، خو دلته به د غوره لوبغاړو لنډه يادونه وکړو.

د توپوهنې په برخه کې تر ټولو زياتې ۳۵۴ منډې د مس عينک اتلانو نور علي ځدراڼ کړي دي، چې هغه په ۷ لوبو کې لوبېدلی دی. همدا راز د بند امير ښامارانو جاوېد احمدي ۳۵۱، د کابل بازانو کريم جنت ۳۱۷، د امو نهنګانو ابراهيم ځدراڼ ۲۸۷ او د کابل بازانو اصغر افغان ۲۵۴ منډې ترلاسه کړې.

په يوه لوبه کې تر ټولو زياتې منډې بيا د کابل بازانو کريم جنت وکړې. نوموړي د شپږيزې کرکټ ليګ د تاریخ تر ټولو زياتې ۱۲۰ منډې وکړې. همدا راز جاوېد احمدي ۱۱۷ ناسوځېدلې، عمران جنت ۱۱۵ ناسوځېدلې، نجيب الله ځدراڼ ۹۷ ناسوځېدلې او ابراهيم ځدراڼ ۹۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

کریم جنت بيا تر ټولو زياتې ۲۳ شپږيزې ووهلې، په نورو لوبغاړو کې اصغر افغان ۱۹، رحمن الله ګربز او جاوېد احمدي ۱۸-۱۸، عمران جنت او نجيب الله ځدراڼ بيا ۱۲-۱۲ شپږيزې ووهلې.

د توپ اچونې په برخه کې بيا د بند امير ښامارانو نجات مسعود تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې. هغه په ۶ لوبو کې ۱۱ لوبغاړي وسوځول. نوين الحق، مجيب الرحمن او وقار سلامخېل ۱۰-۱۰ او يمين احمدزي ۹ لوبغاړي وسوځول.

په يوه لوبه کې تر ټولو ښه توپ اچونه نجات مسعود وکړه چې په ۴ اورونو کې يې د ۲۲ منډو په ورکولو سره د بوست ساتونکو ۵ لوبغاړي سوځولي و. عبدالواسع د ۱۳ منډو په بدل کې ۴، شاپور ځدراڼ د ۳۱ منډو په بدل کې ۴، یمين احمدزي د ۳۳ منډو په بدل کې ۴ او وقار سلامخېل د ۳۸ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول.