مس عینک سپین غر ته ماتې ورکړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنۍ لوبې چې اوسمهال د خوست په کوربتوب روانې دي، نن یې نهمه لوبه د مس عینک او سپین غر تر منځ ترسره شوه، چې مس عینک پکې د ۶ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه. په دغه لوبه کې سپین غر لوبډلې یوازې ۱۵۹ منډې هدف ټاکلی و چې مس عینک د لوبې په ۲۶.۳ اورونو کې ترلاسه کړی.

د نننۍ لوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه وکړه. د دوی په ګټه بارکزي ناصري ۵۹ او بهیرشاه محبوب ۳۸ منډې جوړې کړې. بلخوا د مس عینک په توپ اچوونکو کې ظاهر خان پکتین ۴، خلیل احمد ۳ او یونس ځدراڼ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

مس عینک لوبډلې د سپین غر لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په ۲۶.۳ اورونو کې د ۴ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په ګټه نوید عبید ۴۵، افسر ځاځي ۳۶ ناسوځېدلي او خالد تڼیوال ۳۴ منډې ترسره کړې. باید وویل شي چې د سپین غر په ګټه محمد ابراهیم شریفي ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

باید وویل شي چې د مس عینک لوبډلې ورو توپ اچوونکی ظاهر خان پکتین په ۴ ویکټو د لوبې غوره او چټک توپ اچوونکی خلیل احمد په ۳ ویکټو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړي ونومول شو.
 
د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به راتلونکې شنبه امو د بندامیر پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.