مس عینک په لوی توپیر امو ته ماتې ورکړه

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام سیالیو په لړ کې نن مس عینک لوبډلې د ۱۴۲ منډو په لوی توپیر سره د امو لوبډلې ته ماتې ورکړه. په یاده لوبه کې لومړی مس عینک توپوهنه ترسره کړه او د ۳۵۰ منډو هدف یې وټاکه. امو لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او د ۱۴۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. باید وویل شي چې سبا به د یادو لوبو په لړ کې بست د بندامیر سره د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د امو او مس عینک لوبډلو تر منځ د نننۍ لوبې پچه امو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. مس عینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو اورونو کې د خالد تڼیوال ۱۱۳ او حسن عیسی خېل د ۱۰۰ منډو پر مټ د ۳۵۰ منډو هدف وټاکه.

امو لوبډلې د مس عینک لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې یوازې ۲۰۷ منډې ترسره کړې. د دوی په توپوهونو کې عمران میر ۴۷، عبدالمالک ۳۳ او کمال خان ۲۶ منډې ترسره کړې. بلخوا بیا د مس عینک په توپ اچونه کې ظاهر خان پکتین ۵، شاهدالله کمال او خلیل هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
 
د لوبې په وروستیو شېبو کې د مس عینک لوبډلې توپوهونکی خالد تڼیوال په ۱۱۳ منډو د لوبې غوره لوبغاړی او حسن عیسی خېل په ۱۰۰ منډو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی ونومول شول.

د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام یو ورځنیو لوبو په لړ کې به سبا سهار بست د بندامیر پر وړاندې په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.