ښاغلی میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه په دنده وګومارل شو

د ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی او د غوراوي کمېټې مشر میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه په دنده وټاکل شو.
ښاغلی میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه په دنده وګومارل شو

د ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی او د غوراوي کمېټې مشر میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رییس په توګه په دنده وټاکل شو.


ښاغلی میرویس اشرف د جلالتمآب رییس الوزرا حسن اخوند د ۱۹۹ شمېرې د حکم پر بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ د پخواني عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي پر ځای په دنده ګومارل شوی دی.
ښاغلی میرویس اشرف د کرکټ او مدیریت په برخه کې شا وخوا یوه نیمه لسیزه غوره تجربه لري چې له دې وړاندې یې د ملي لوبغاړي په توګه او په نورو اړوند ډګرونو کې په پوره ایمانداري او صداقت سره دندې ترسره کړې دي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی میرویس اشرف به ډېر ژر د بورډ غړو د ټاکنو په پایله کې د رسمي عمومي رییس په توګه په دنده وګومارل شي.


له شک پرته د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس په توګه به د ښاغلي میرویس اشرف په ټاکل کېدو سره د ادارې د لاسته راوړنو کچه ډېره لوړه شي او افغان کرکټ به د خپلو اهدافو تر څوکو ځان ورسوي چې د نوموړي د ګومارنې یوازېنی لامل هم د ادارې لپاره د غوره او مدبر کس ټاکل و.
افغانستان کرکټ بورډ د پخواني عمومي رییس ښاغلي عزیزالله له کارونو هم ستاینه کوي او په راتلونکي ورته د لا ډېرو بریاو هیله کوي، ښاغلي میرویس اشرف ته هرکلی وايي؛ هیله ده چې نوموړی هغه اهداف او سترې موخې چې تر اوسه نه دي ترسره شوې، په خپله موده کې په ښه توګه ترلاسه کړي او ادارې او ټول افغان ولس ته ویاړونه وروبښي.