مس عینک لوبډلې د غازي امان الله خان جام د دریمې لوبې بریا خپله کړه

په نننۍ سیالۍ کې چې د مس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه مس عینک وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د بند امیر لوبډلې په خپله توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۲ منډې هدف وټاکه، چې زبید اکبري ورته ۹۴ ډېرې منډې او ضیاء الحق پرواني ۱۶ منډې ترسره کړې، خو د مس عینک په توپ اچوونکو کې ضیاء الرحمن شریفي ۴ ویکټې، نور احمد لکڼوال او خلیل ګربز ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د بند امیر لوبډلې د هدف په تعقیب مس عینک لوبډلې د لوبې په ۴۴م اور کې ځان هدف ته ورساوه، د مس عینک په ګټه شاهدالله کمال او فضل ځاځي هر یوه ۵۲ منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې د بند امیر توپ اچوونکو کې زبید اکبري ۲ لوبغاړي، شفیق الله غفاري او نثار وحدت ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

سبا سهار ۹:۰۰ بجې به د کندهار په کرکټ لوبغالي کې د دغو سیالیو څلورمه لوبه د بست او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.