د بند امیر زون انټر کلب سیالۍ د منګل زلمیو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د بند امیر زون په کچه د انټرکلب سیالۍ، چې د روانې نومبر میاشتې په دویمه نېټه په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، نن د منګل زلمي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د بند امیر زون انټر کلب سیالۍ د منګل زلمیو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د بند امیر زون په کچه د انټرکلب سیالۍ، چې د روانې نومبر میاشتې په دویمه نېټه په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، نن د منګل زلمي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له کابل ولایت څخه ۵، له میدان وردګ ولایت څخه ۲، له پروان، کاپیسا او بامیان ولایتونو څخه یوې-یوې لوبډلې برخه اخیستې وه. دغه لس لوبډلې په ۲ ګروپونو وېشل شوې وې چې هرې لوبډلې په خپل ګروپي پړاو کې ۴ سیالۍ وکړې. له ۴ سیالیو وروسته له هر ګروپ څخه ۲ لوبډلو نیمه پایلوبو ته لاره موندله.

له لومړي ګروپ څخه مسلم هینډز لوبډلې په ۴ بریاوو او پاور لیګ لوبډلې په ۳ بریاوو سره او له دویم ګروپ څخه د منګل زلمیو او اتقاق کرکټ کلبونو د ۲ غوره لوبډلو په توګه نیمه پایلوبو ته لاره موندلې وه. منګل زلمیو لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاور لیګ او مسلم هینډز لوبډلې بیا په دویمه نیمه پایلوبه کې د اتفاق لوبډلې په ماتولو سره پایلوبې ته ووتلې.

د مسلم هینډز او منګل زلمیو لوبډلو ترمنځ په دغه پایلوبه، چې نن په کابل په مرکزي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د مسلم هینډز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړل شوې وه چې د خپلو لسو لوبغاړو په بایللو سره یې ۲۷۰ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره وسیم اکرم په ۴۷ بالونو د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ ۸۹، لوبډلمشر الماس شیرزاد ۶۱، میرویس ځاځي ۳۰ او کریم ۲۹ منډې جوړې کړې. د منګل زلمیو لوبډلې لپاره عبدالله منګل ۳، عبدالله بازون او نصیر احمد ۲-۲ او رفیع یوه وېکټ ترلاسه کړې وه.

د یاد هدف په ځواب کې منګل زلمیو لوبډلې ډېر ښه پیل وکړ او د لومړۍ وېکټې لپاره یې په ۹.۳ اورونو کې د ۹۹ منډو ملګرتیا وکړه. دغې لوبډلې که څه هم حنیف او عبدالله ژر ژر له لاسه ورکړل خو پیلیز توپوهونکي فیصل خان له نصیر احمد سره د څلورمې وېکټې لپاره ښه ملګرتیا وکړه او خپله لوبډله یې په ۲۷م اوور کې د بند امیر زون په کچه اتلولۍ ته ورسوله.

فیصل خان د خپلې لوبډلې لپاره بهترینه پاڼۍ ولوبوله، د هدف د تعقیب له پیله تر پایه یې توپوهنه وکړه، په ۸۶ بالونو یې د ۲ شپږیزو او ۲۱ څلوریزو په مټ ۱۵۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې ستر رول ولوبولو. د فیصل ترڅنګ نصیر احمد ۳۳ ناسوځېدلې، عبید سینزي ۲۹ او حنیف ۲۷ منډې جوړې کړې. د مسلم هینډز لوبډلې لپاره الماس شیرزاد او عبدالوهاب شینواري یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه خو د هدف دفاع یې ونشوه کړای او د منګل زلمیو لوبډلې لخوا په ۷ وېکټو له ماتې سره مخ شول. فیصل خان د ۱۵۴ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د مسلم هینډز لوبډلې پیلیز توپوهونکی وسیم اکرم ځاځي، چې په ۶ پاڼیو کې یې د یوې سلیزې او ۴ نیمه سلیزو په مټ د ۹۱ منډو په اوسط سره ۴۵۶ منډې جوړې کړې وې، د سیالیو د مخکښ توپوهونکی په توګه ونومول شو. همدارنګه د نبي نړیوال کرکټ کلب چپ لاسي ورو بالر قمر د ۱۱ وېکټو په ترلاسه کولو سره د سیالیو غوره بالر ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې له سپین غر زون وروسته، بند امیر دویم زون دی، چې پکې د زون په کچه د کلبونو ترمنځ سیالۍ پای ته رسیږي. ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د مس عینک، آمو او بست زونونو د انټرکلب سیالۍ هم پیل شي چې په پای کې به یې د زونونو ترمنځ د اتلو کلبونو په کچه د اتلولۍ سیالۍ ترسره شي.