د سوپرکولا زرغون افغانستان جام سیالیو پایلوبه بې پایلې پای ته ورسېده

د سوپرکولا زرغون افغانستان جام سیالیو پایلوبه، چې نن د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه په خوست کرکټ لوبغالي د پامیر لیجینډز او میوند ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په خوست کرکټ لوبغالي کې د شدید ورښت او ګلۍ له امله بې پایلې پای ته ورسېده او په دې ترتیب سره د یادو سیالیو د اتلولۍ جام هم د دواړو لوبډلو ترمنځ شریک شو.

د یادې سیالۍ پچه د پامیر لیجینډز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. میوند ساتونکو لوبډلې د حشمت الله شهیدي د ۱۲۴، صدیق الله اتل د ۵۳ او اکرام علی خیل د ۴۰ منډو پرمټ په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۹۶ منډې جوړې کړې. د پامیر لپاره شرف الدین اشرف ۳، ګلبدین نایب او ظاهر خان هر یوه ۲ لوبغاړي له ډګره بهر کړل. 

د یادې سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې یوازې د ۷ اورونو لوبه وشوه چې پکې د پامیر لوبډلې د خپل یوه لوبغاړي په زیان سره ۴۵ منډې جوړې کړې وې چې ورښت پیل شو. ورښت دومره شدید شو چې په ډېره کمه موده کې ټول لوبغالی له اوبو ډک شو چې له امله یې د سیالۍ بیا ځلې پیل ناشونی شو، لوبه بې پایلې اعلان شوه او د اتلولۍ جام دواړو لوبډلو ترمنځ شریک شو. 

د پامیر لجینډز لوبډلمشر رحمت شاه زرمتی په ۳۶۷ منډو د سیالیو د غوره توپوهونکي جایزه ترلاسه کړه. دغه راز د یادې لوبډلې توپ اچوونکی ظاهر خان په ۱۹ وېکټو د سیالیو ترټولو غوره توپ اچوونکی ونومول شو. د دې ترڅنګ د یادې لوبډلې بل تکړه لوبغاړی ګلبدین نایب په ۱۱ وېکټو او ۱۵۰ منډو د زرغون افغانستان جام سیالیو ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. سربېره پردې د جونیر چېمپینز لوبډلې ځوان توپوهونکی وفي الله تره خیل په ۱۳۶ منډو د سیالیو ترټولو ځوان یا ایمرجنګ لوبغاړی ونومول شو. 

دا د یادو سیالیو دویم پړاو و چې د تېرې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د څلورو لوبډلو ترمنځ پیل شو چې نن د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه پای ته ورسېد.