میوند اتلانو پرلپسې دویمه لوبه وګتله

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو کې د میوند اتلان لوبډلې د ۲۵۵ منډو په توپیر سره د ماهیپر ستوري لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې دویمه بریا هم ترلاسه کړه. میوند لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
میوند اتلانو پرلپسې دویمه لوبه وګتله

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو کې د میوند اتلان لوبډلې د ۲۵۵ منډو په توپیر سره د ماهیپر ستوري لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې دویمه بریا هم ترلاسه کړه. میوند لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

 

د ماهیپر ستورو او میوند اتلانو تر منځ د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو دریمه لوبه د تېرې یکشنبې پر ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوه.

میوند اتلان لوبډلې پکې د لوبې پچه وګتله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. دوی د افسر ځاځي ۱۱۱، رحیم الله زرمتي ۸۷، عبدالله تره خېل ۸۴، جمشېد ځدراڼ ۶۰ او یمین احمدزي ۵۴ منډو پر مټ خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۴۹۲ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د ماهیپر ستورو په توپ اچونه کې محمد ابراهیم شریفي او ظاهر خان پکتین ۴-۴ ویکټې ترلاسه کړې.
 

د میوند لوبډلې د ۴۹۲ منډو ځواب کې ماهیپر لوبډلې خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۲۶۱ منډې ترسره کړې، چې په دې سره ۲۶۱ منډې پوروړې پاتې شوه. دوی ته عمران میر ۶۹، علي احمد ناصر ۵۲، شمس الرحمن ۵۱ او محمدګل علیزي ۲۳ منډې جوړې کړې. د میوند لوبډلې په توپ اچونه کې یمین احمدزي، نسیم منګل او عرب ګل مومند هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
 

د میوند لوبډله چې له وړاندې یې ۲۶۱ منډې مخکیوالی ترلاسه کړی و دویمې پاڼۍ کې د ۶ لوبغاړو په تاوان سره ۲۲۲ منډې جوړې کړې او د ۴۵۴ منډو هدف یې ماهیپر لوبډلې ته وټاکه. دوی ته ناصر جمال ۹۴ او افسر ځاځي ۵۲ منډې ترسره کړې. بلخوا د ماهیپر په توپ اچونه کې شمس الرحمن او ظاهر خان پکتین ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

 

نن د لوبې پر څلورمه ورځ ماهیپر ستوري لوبډلې د میوند اتلان لوبډلې د ۴۵۴ منډو هدف په ځواب کې یوازې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او د ۲۵۵ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی په ګټه اعجاز احمد ازاد ۴۱، شمس الرحمن ۳۱ او عمران میر ۲۳ منډې جوړې کړې. د میوند لوبډلې په توپ اچوونکو کې نسیم منګل او عرب ګل مومند ۳-۳، یمین احمدزي او عبدالله تره خېل هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د میوند اتلان لوبډلې مډل ارډر توپوهونکی افسر ځاځی په ۱۱۱ او ۵۲ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو په روان بهیر کې به هندوکش سټرایکرز د میوند اتلانو پر وړاندې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي. همداراز به دویمه لوبه کې پامیر لیجنډز او ماهیپر ستوري په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي یو له بل سره سیالۍ پیل کړي.