میوند اتلانو په ۲۹ منډو هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 30 Sep 2024
د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو څلور ورځنۍ سیالۍ چې د ننګرهار ولایت په کوربتوب روانې دي، د میوند اتلانو یې په پنځمه لوبه کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته د ۲۹ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې په پرلپسې ډول دریمه بریا په خپل نوم کړه. میوند اتلانو له دې وړاندې د پامیر لیجنډز او ماهیپر ستوري لوبډلو ته ماتې ورکړې وې.
د میوند اتلان او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ یاده سیالۍ چې د په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه د هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د میوند اتلان لوبډله توپوهنې ته وبلله.
د میوند اتلان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۱۷۳ منډې جوړې کړې. د دوی په ګټه یوازې ناصر جمال تر نورو زیاتې ۹۶ منډې ترسره کړې. بلخوا د هندوکش لوبډلې په توپ اچونه کې ضیاء الرحمن شریقي ۴، عبدالباقي پوپل ۳ او نصیر خان ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.
د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د میوند اتلانو د ۱۷۳ منډو ځواب کې ۱۴۶ منډې ترسره کړې او د سیالې لوبډلې ۲۷ منډې پوروړې پاتې شوه. د یادې لوبډلې په توپوهنه کې بهیرشاه محبوب ۴۳ او ارشاد الدین ساپي ۳۷ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د میوند اتلانو په ګټه لوبډلمشر یمین احمدزي ۵ او خلیل احمد ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په دریمې پاڼۍ کې د میوند اتلانو ۱۵۸ منډې جوړې کړې او سیالې هندوکش لوبډلې ته یې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره افسر ځاځي ۵۲، ناصر جمال ۳۶ او شوکت زمان ۳۲ منډې ترلاسه کړې. د هندوکش په توپ اچونه کې بیا لعل باز سینزي ۵ او ضیاء الرحمن شریفي ۳ ویکټې په خپل نوم کړې.
د میوند اتلانو د ۱۸۶ منډو هدف په ځواب کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې یوازې ۱۵۶ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۲۹ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د هندوکش په توپوهنه کې بهیرشاه محبوب په یوازې ځان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ۱۰۵ ناسوځېدلي منډې یې ترسره کړې. میوند په ګټه بیا نسیم منګل په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ۶ لوبغاړي یې د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې د پای په مراسمو کې د میوند اتلانو مډل ارډر توپوهونکی ناصر جمال د ۳۶ او ۹۶ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې میوند اتلان به د پامیر لیجنډز پر وړاندې راتلونکې شنبه د غازي امان الله خان په لوبغالي کې او هندوکش سټرایکرز به د ماهیپر ستورو سره د نجیب الله تره کې په کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ووځي.