میوند اتلانو د پامیر لیجنډز ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له مهالوېش سره سم د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو چې تېره ورځ د ننګرهار په دوه بېلابېلو لوبغالو کې پیل شو، په دویمه لوبه کې یې د میوند اتلانو بریا خپله کړه. یاده سیالۍ چې د جلال اباد په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه، نن پکې میوند اتلانو د یوې پاڼۍ او ۷۴ منډو پر مټ د پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړه. د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د هندوکش سټرایکرز او ماهیپر ستورو تر منځ روانه ده.

د میوند اتلانو او پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ د یادې لوبې پچه پامیر لیجنډز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. میوند اتلانو د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په تاوان سره ۲۷۶ منډې جوړې کړې. د دوی په ګټه عبدالله تره خېل ۷۴، بلال احمد ترین ۵۳، رحیم الله زرمتي ۴۳ او ناصر جمال ۴۰ منډې جوړې کړې.

د پامیر لوبډلې په ګټه ځوان چټک توپ اچوونکي بشیر احمد افغان ۵، یما عرب ۳ او ضیاء الرحمن اکبر ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

د لوبې په دویمې پاڼۍ کې د میوند اتلانو خورا په زړه پورې او ښکلی پیل ترلاسه کړی. یادې لوبډلې د لوبډلمشر یمین احمدزي د غوره او زړه راښکوونکي توپ اچونې پر مټ پامیر لوبډله یوازې ۴۳ منډو کې را ټوله کړه. د پامیر په ګټه لوبډلمشر ضیاء الرحمن اکبر تر نورو زیاتې ۱۲ منډې جوړې کړې. پامیر لوبډله چې له خپلې لومړۍ پاڼۍ وروسته لاهم ۲۳۳ منډې پوروړې پاتې وه، د میوند اتلانو بیا ځلي د توپوهنې لپاره بلنه ورکړه.

د پامیر لوبډلې په خپل دویم وار توپوهنې سره هم ونشو کړای چې د سیالې میوند اتلان لوبډلې د توپ اچونې پر وړاندې مقاومت ترسره کړي. په دویم وار سره یادې لوبډلې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د ۷۴ منډو او یوې پاڼۍ په توپیر یې ماتې ومنله. داځلي پامیر لوبډلې ته په توپوهنه کې سهیل خان ۴۰، اسلام ځاځي ۲۴ او عصمت عالم ۲۲ منډې جوړې کړې.

د میوند اتلانو د توپ اچونې په برخه کې ځوان لیګ بریکر عرب ګل محمد ۳، نسیم منګل ۲ او یمین احمدزي، عبدالله تره خېل او محمدالله لوګري هر یوه ۱ لوبغاړی د لوبې له ډګره وویست.

د لوبې له پای ته رسېدو سره د میوند اتلان لوبډلې لوبډلمشر یمین احمدزی د ۹ ویکټو په ترلاسه کولو او ۳۰ منډو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو لوبو په لړ کې به راتلونکې یکشنبه میوند اتلان د ماهیپر ستوري لوبډلې سره د ننګرهار په غازي امان الله خان، همدا راز به پامیر لیجنډز د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالو کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.