میوند اتلانو د ۳۴۳ منډو په توپیر سره هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو په لړ کې د میوند اتلان لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د ۳۴۳ منډو په لوی توپیر سره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې پرلپسې پنځمه بریا په خپل نوم کړه. میوند لوبډلې په یادې بریا ترلاسه کولو سره د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو لوبې پایلوبې ته لار وموندله.

د میوند اتلانو او هندوکش سټرایکرز لوبډلو ترمنځ سیالۍ چې د پنجشبې پر ورځ د نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې پیل شوه. د لوبې پچه پکې د میوند اتلانو وګټله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ناصر جمال د ۱۳۷، افسر ځاځي ۱۳۵ او یمین احمدزي ۳۹ منډو پر مټ ۳۹۶ منډې جوړې کړې. بلخوا د هندوکش په ګټه افتاب عالم ۳، خلیل ګربز او عبدالباقي پوپل هر یوه ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د هندوکش لوبډلې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره یوازې ۱۷۴ منډې ترسره کړې. دوی ته بهیرشاه محبوب ۳۳، جاوید سلیمانخېل او ارشاد الدین ساپي هر یوه ۲۷ منډې ترسره کړې. د میوند په ګټه بیا محمدالله لوګري ۴ او محمد یونس ځدراڼ ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. 

د میوند اتلان لوبډله چې لومړۍ پاڼۍ کې یې د ۲۲۲ منډو مخکیوالی ترلاسه کړی و، د خپلې توپوهنې دویمې پاڼۍ کې یې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او د ۴۹۴ منډو هدف یې د هندوکش سټرایکرز لپاره وټاکه. د میوند په توپوهنه کې جلات خان موسی زي ۸۵، افسر ځاځي ۵۷ او جاوید احمدزي ۳۱ منډې جوړې کړې. د سټرایکرز په توپ اچوونکو کې بیا خلیل ګربز ۶ او عبدالمالک ۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د سیالې میوند اتلان لوبډلې د ۴۹۴ منډو هدف په ځواب کې یواځې ۱۵۰ منډې جوړې کړې او د ۳۴۳ منډو په لوی توپیر یې ماتې ومنله. د سټرایکرز په توپوهونکو کې بهیرشاه محبوب ۵۶ او اعجاز احمدزي ۳۳ منډې جوړې کړې. د اتلانو د توپ اچونې په برخه کې یونس ځدراڼ ۴ او محمدالله لوګري ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. 

د لوبې په پای کې د میوند اتلانو توپوهونکی افسر ځاځی د ۱۳۵ او ۵۷ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو لوبو په لړ کې به راتلونکې چهارشنبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز په غازي امان الله خان لوبغالي کې، همدا راز به د میوند اتلان او ماهیپر ستوري په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالي کې یو د بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.