میوند اتلانو لومړۍ او هندوکش شپږمه بریا ترلاسه کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 05 Jul 2025

د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام لوبو په لړ کې نن هم دوه سیالۍ په کندز کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې، چې له مخې یې هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز پایلوبې ته لاره وموندله. د نن په لومړۍ لوبه کې هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۴۲ منډو په توپیر د پامیر لیجنډز او دویمه لوبه کې میوند اتلانو د ۵ ویکټو په توپیر د ماهیپر ستوري لوبډلې له ماتې سره مخ کړې.
د هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ د نننۍ لوبې پچه هندوکش سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه ترسره کړه. دوی د سهیل خان ۳۴ او محمد اسحاق رحیمي ۲۴ منډو پر مټ د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه. بلخوا د پامیر لوبډلې په توپ اچونه کې کامل کاکړ ۴ او محمدالله لوګري ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.
د لوبې په دویمې پاڼۍ پامیر لیجنډز یوازې ۱۰۳ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۴۲ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د پامیر په توپوهنه کې مراد علي مراد ۳۰ او ایمل شاهین ۲۵ منډې جوړې کړې. باید وویل شي چې د هندوکش په توپ اچونه کې عظیم ځدراڼ ۴ او فریدون داودزي ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ورو توپ اچوونکی عظیم ځدراڼ چې ۴ مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نن ماسپښین لوبه چې د ماهیپر ستوري او میوند اتلان لوبډلو تر منځ ترسره شوه، میوند اتلان لوبډلې پکې د لوبې پچه وګتله او لومړی یې ماهیپر لوبډله توپوهنې ته وبلله. ماهیپر لوبډلې د فرمان الله ساپي د ۵۴ او افتاب عالم د ۳۲ منډو پر مټ د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه. د میوند په توپ اچونه کې نصیر خان ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
میوند اتلان لوبډلې د ماهیپر ستورو د ۱۴۲ منډو هدف د لوبې په ۱۹م اور کې د ۵ ویکټو په تاوان ترلاسه کړی. د دوی په توپوهنه کې خالد تڼیوال ۵۰ او عمران میر ۲۸ منډې ترلاسه کړې. بل لور د ماهیپر په ګټه محب الله زرمتي ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د میوند اتلان لوبډلې پیلیز توپوهونکی خالد تڼیوال د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د ایکس بُل - واخان ملي شل اوریزه اتصالات جام پایلوبه به راتلونکې دوشنبه د هندوکش سټرایکرز او پامیر لیجنډز لوبډلو تر منځ ترسره شي.