ماهیپر ستورو د هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو چې د ننګرهار په کوربتوب پیل شوی، په لومړۍ لوبه کې یې د ماهیپر ستورو د ۱۰ ویکټو په توپیر سره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. بلخوا د یادو لوبو په دویمه لوبه کې د میوند اتلانو په یوې پاڼۍ او ۷۴ منډو لوی توپیر سره د پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
ماهیپر ستورو د هندوکش سټرایکرز ته ماتې ورکړه

د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو اووم پړاو چې د ننګرهار په کوربتوب پیل شوی، په لومړۍ لوبه کې یې د ماهیپر ستورو د ۱۰ ویکټو په توپیر سره د هندوکش سټرایکرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. بلخوا د یادو لوبو په دویمه لوبه کې د میوند اتلانو په یوې پاڼۍ او ۷۴ منډو لوی توپیر سره د پامیر لیجنډز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
 

د هندوکش سټرایکرز او ماهيپر ستورو تر منځ یاده سیالۍ چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، ماهیپر ستورو پکې د لوبې پچه ګټلې وه او لومړی یې د هندوکش سټرایکرز ته د توپوهنې بلنه ورکړې وه.

 

هندوکش لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په تاوان سره ۱۹۶ منډې جوړې کړې. دوی ته په توپوهنه کې بهیرشاه محبوب ۴۲، حزب الله دراني ۴۰ او عبدالهادي ۲۹ منډې جوړې کړې. بلخوا د ماهیپر لوبډلې په توپ اچونه کې محمدګل علیزي ۵، ظاهر شهزاد ۳ او محمد ابراهیم شریفي ۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

د ماهیپر ستورو د هندوکش د ۱۹۶ منډو په ځواب کې ښکلې توپوهنه ترسره کړه او د ټولو لوبغاړو په تاوان سره یې ۲۸۰ منډې جوړې کړې. د یادې لوبډلې په ګټه علي احمد ناصر ۵۵، اعجاز احمد ازاد ۴۶ او حمزه هوتک ۳۷ منډې ترلاسه کړې. د هندوکش لوبډلې په توپ اچوونکو کې ضیاء الرحمن شریفي او طاهر عادل ۳-۳ او افتاب عالم ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

 

د هندوکش سټرایکرز لوبډلې په خپلې دویمې پاڼۍ کې یوازې ۱۴۱ منډې جوړې کړې او د ماهیپر لوبډلې د ۸۴ منډو پور اداکولو وروسته یې د ۵۸ منډو هدف وټاکه. د دوی لپاره په توپوهنه کې بهیر شاه محبوب ۴۳ او اعجاز احمدزي ۲۷ منډې جوړې کړې.

د ماهیپر ستورو په توپ اچونه کې محمدګل علیزي او حمزه هوتک ۳-۳ او ظاهر شهزاد ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

 

د ماهیپر ستورو لوبډلې د هندوکش سټرایکرز لوبډلې د ۵۸ منډو هدف په اسانۍ سره پرته له کوم زیانه ترلاسه کړی او د ۱۰ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د ماهیپر له لوري عمران میر ۳۹ ناسوځېدلي او یوسف شاه ۱۷ ناسوځېدلي منډې جوړې کړې.

 

د لوبې په وروستیو کې د ماهیپر ستوري لوبډلې چټک توپ اچوونکی محمدګل علیزی په دواړو پاڼیو کې د ۸ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 

د یادونې وړ ده چې د اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس اووم پړاو لوبو په لړ کې به راتلونکې یکشنبه میوند اتلان د ماهیپر ستوري لوبډلې سره د ننګرهار په غازي امان الله خان، همدا راز به پامیر لیجنډز د هندوکش سټرایکرز لوبډلې پر وړاندې په نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالو کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.