د کرکټ د نوي معیاري لوبغالي ځمکه به ډېر ژر ځانګړې شي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 29 Jul 2020

په دغه رسنيزه ناسته کې چې نن له غرمې وروسته د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د رسنيو د استازو او يادې ادارې د مديرانو په شتون کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې عمومي مشر ښاغلي یوسفزي په کابل کې د جوړېدونکي نړيوال لوبغالي، د اووم پړاو شپږيزه کرکټ ليګ، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ، په اداره کې اصلاحاتو رامنځته کولو او ورستیو اصلاحاتو په اړه درسنیو استازو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
ښاغلي فرهان یوسفزي وویل: ((د کابل کرکټ د نوي لوبغالي لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو چارې بیخي نهايي شوې او ډېر ژر به د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې له لوري تایید چې ورپسې به یې ډېر ژر رغنیزې چارې هم پیل شي.))
نوموړي همدا راز وویل: د خپلې کاري دورې له پیل راهیسې مې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، دا چې په پیل کې د بودیجې له کسر سره مخ و، خو الحمدلله دغه ستونزه اوس حل شوې او د بېځایه لګښتونو مخه مو نیولې چې ورسره اوس د بودیجې د ډېرښت لوري ته روان یو، که څه هم د کرکټ له نړیوالې شورا مو هم د مالي همکارۍ غوښتنه کړې، که چېرې له موږ سره مرسته وشي نو زموږ ټولې چارې به لا ډېرې ګړندۍ او په ښه توګه ترسره شي.
ښاغلي یوسفزي دغه راز زیاته کړه: ((له شک پرته زما په کاري دوره کې ډېر اصلاحات رامنځته شوي چې دواړه اداري او تخنیکي برخې پکې شاملې دي، ټول لوبغاړي مو سره په یوه خوله کړل، د ادارې لپاره مو بنسټیزې تګلارې او پالیسۍ جوړې کړې او دغه راز مو د کارکوونکو پر ظرفیت جوړونې ډېر کار کړی دی، بله دا چې زه لومړی هر څه په خپل ځان عملي کوم، بیا پر نورو کارکوونکو او پر همدې بنسټ مو ډېرې لاسته راوړنې هم درلودلې دي.))
ښاغلي یوسفزي د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو او د افغانستان شل اوریز غوره لیګ سیالیو ته اشاره وکړه چې په وینا یې، دواړه لیګونه به په ډېره ښه توګه د ادارې له لوري ترسره شي او زموږ یوازېنۍ موخه هم د هېوادوالو لپاره د سیالیو برابرول دي چې راتلونکی کال به د ډېرو هېوادونو پر وړاندې لوبې وکړو. د یادولو ده چې د کرکټ د نوي معیاري او نړیوال لوبغالي د ځمکې د لېږد چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ورپسې به یې رغنیزې چارې هم په ښه او معیاري توګه پیل شي.