لانس کلوزنر د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو

د سویلي افریقا پخوانی تکړه الراونډر لانس کلوزنر د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
لانس کلوزنر د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د فیلېپ سیمنز د قرارداد له پای ته رسېدو سره سم د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي د ګومارنې لپاره اعلان وکړ چې له هغه وروسته د یاد بست لپاره شا وخوا ۵۰ کسانو خپل غوښتنلیکونه له ادارې سره شریک کړل چې له ډلې کلوزنر هم پکې شامل و.

د افغانستان کرکټ بورډ له هغه وروسته له ټولو غوره کړل شویو نوماندانو سره مرکې وکړې چې په پایله کې یې کلوزنر د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي په دې اړه وویل، کومه لړۍ چې د مشر روزونکي لپاره پیل شوې وه، په ډېره ښه توګه پای ته ورسېده چې په پایله کې یې لانس کلوزنر د مشر روزونکي په توګه غوره شو چې نوموړی به د لوبغاړو د روزنې ترڅنګ د افغان روزونکو په روزنه کې هم غوره رول ولوبوي.

د هغه په وینا: ((لانس کلوزنر د کرکټ په نړۍ کې یوه پېزندل شوې څېره ده، د خوښۍ ځای دی چې افغان لوبغاړي به د نوموړي له تجربو ګټه واخلي، که هغه د لوبغاړي په توګه وي یا هم د مشر روزونکي په توګه، دا چې ملي لوبډله به راتلونکی کال د اسیا جام او د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې ګډون کوي، زه په دې باوري یم چې لانس کلوزنر به د ملي لوبډلې لپاره ډېر اغېزناک واوسي.))

دغه راز د لېنس کلوزنر په وینا: ((دا زما لپاره یو ستر ویاړ دی چې د نړۍ کرکټ د پیاوړې لوبډلې د روزونکي په توګه د کار کولو فرصت راکړل شو. د افغانستان کرکټ زړوره لوبډله هر څوک پېژني. زه په دې ډاډمن چې په ګډه سره به په سختې خوارۍ کولو سره د نړۍ یو له غوره لوبډلې واوسو. هیله لرم څو افغان لوبډله د پیاوړتیا او پرمختګ پر لوري بوځم او په یوه غوره کټګورۍ کې به ځای خپل کړو.))

د یادولو ده چې لانس کلوزنر د روزنې په برخه کې (Level 4 certified) روزونکی دی چې په انډین پرېمیر لیګ (IPL)کې یې د ممبۍ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي دنده هم ترسره کړې، دغه راز د سویلي افریقا د کرکټ ملي اکاډمي د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی. نوموړي سربېره پر دې د سویلي افریقا د ټېسټ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي، د دغه هېواد د کورني کرکټ د ډالفېن فرنچایزي د مشر روزونکي، د زمبابوې د توپوهنې روزونکي او دغه راز په دې وروستیو کې د سویلي افریقا د نړیوالې شل اوریزې لوبډلې د توپوهنې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.