کندوز د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ۱۳م پړاو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د روانې مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه د هېواد په دوه ولایتونو کې پیل شو چې نن یې د خوست ولایت په ملي کرکټ لوبغالي کې د دوه مخکښو پکتیا او کندوز ولایتي لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې کندوز لوبډلې په پایلوبه کې پکتیا ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د روان کال لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.

کندوز لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۹۸ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره لوبډلمشر عبدالهادي ۱۱۰، جمعه ګل او جاوید احمدزي هر یوه ۴۲ او خیرالله هزاربوز ۳۶ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې. د پکتیا لپاره بیا محب الله زرمتي ۴، امیر ځاځي ۲، فیصل، حقمل اریا او اعجاز احمدزي هر یوه، یوه وېکټ تر لاسه کړه.

پکتیا لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې ښه لوبه ونکړه، ټوله لوبډله په ۳۸ اورونو کې یوازې په ۱۸۵ منډو له ډګره بهر شوه او د ۱۱۳ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه. د پکتیا لپاره په توپوهنه کې صدیق الله پاچا ۴۴، اعجاز احمد احمدزي ۳۹، امیر ځاځي ۲۹ او فضل ځاځي ۱۸ تر نورو ډېرې منډې وکړې خو لوبډله یې له ماتې ونه شوه ژغورلی. د کندوز لپاره په توپ اچوونکو کې ابراهیم او خیر محمد ۳-۳، بلال سمیع ۲ او نصرت الله خان یوه ویکټ واخیسته. د دې لوبې غوره لوبغاړی د کندوز لوبډلې لوبډلمشر عبدالهادي ونومول شو چې ۱۱۰ منډې یې کړې وې.

د دغو سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی هم د کندوز لوبډلې لوبډلمشر عبدالهادي ونومول شو چې په ۷ پاڼیو کې یې د ۴۹ منډو په اوسط سره د یوې سلیزې او دوه نیمه سلیزو په مټ ۳۴۵ منډې جوړې کړې دي. همدارنګه د دې سیالیو غوره توپ اچوونکی بیا د ننګرهار الف لوبډلې چټک توپ اچوونکی ونومول شو چې په ۶ پاڼیو کې یې ۱۴ وېکټې ترلاسه کړې وې.

د دیارلسم پړاو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ځوان لوبغاړی د اې سي بي ایلېون لوبډلې ځوان چټک توپ اچوونکی نصرت الله نورستانی ونومول شو چې په تېرو دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې یې ۲۰ وېکټې ترلاسه کړې وې. همدارنګه د دغو سیالیو ترټولو غوره لوبغاړی بیا د کندوز لوبډلې الرونډر جمعه ګل ونومول شو؛ نوموړي په ۷ سیالیو کې ۱۹۳ منډې جوړې کړې وې او ترڅنګ یې ۹ لوبغاړي له ډګره بهر کړي ول.

په دې سره د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو دیارلسم پړاو هم پای ته ورسېد. دا په روان کال کې د کورني کرکټ دویم ټورنمنټ و چې ترسره کېږي، د دې سیالیو په تعقیب به په راتلونکې مې میاشت کې د زونونو په کچه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.