خوست زلمیانو د اتل کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ

‎افغانستان کرکټ بورډ د لومړني ځل لپاره د زونونو په کچه د اتل کلبونو ترمنځ سیالۍ ترسره کړې چې په پایلوبه کې یې نن د خوست زلمیانو لوبډلې؛ د کابل زلمیانو لوبډلې ته د ۵۱ منډو په توپیر ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه
خوست زلمیانو د اتل کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ


‎افغانستان کرکټ بورډ د لومړني ځل لپاره د زونونو په کچه د اتل کلبونو ترمنځ سیالۍ ترسره کړې چې په پایلوبه کې یې نن د خوست زلمیانو لوبډلې؛ د کابل زلمیانو لوبډلې ته د ۵۱ منډو په توپیر ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.


د نننۍ لوبې یا پایلوبې په پیل کې کابل زلمیانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. خوست زلمیانو لوبډلې د لوبې په ۳۷،۵ اورونو کې د ټولو ویکټو په غورځېدو سره ۲۲۵ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.


خوست زلمیانو لوبډلې ته په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې اکبر علي، ۶۰ محمدالله او ۲۷ منډې نعمت الله ځدراڼ ترسره کړې، په داسې حال کې چې د کابل زلمیانو لوبډلې په ګټه عبدالوهاب ۳، بلال سمیع، ریاض حسن، جمعه سلطاني ۲-۲ او ننګیالي خان یوه یوه ویکټ واخیسته.


ورپسې کابل زلمیانو لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه چې د لوبې په ۳۲،۳ اورونو کې یې د ټولو ویکټو په غورځېدو سره یوازې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او خوست زلمیانو لوبډلې ته یې د ۵۱ منډو په توپیر لوبه وبایلله.


کابل زلمیانو لوبډلې ته ډېرې ۶۸ منډې ریاض حسن او ۳۹ منډې ننګیالي ترسره کړې او د خوست زلمیانو لوبډلې په ګټه بیا په توپ اچونه کې هاشم او خلیل ګربز ۳-۳، باختر اتل ۲، نسیم منګل او نعمت الله ځدراڼ ۱-۱ ویکټ وغورځوله.


د خوست زلمیانو لوبغاړی هاشم چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۸ منډې جوړې کړې وې او ۳ ویکټې یې غورځولې وې، د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
باید وویل شي سربېره پر دې د کندهار السعادات لوبډلې لوبغاړی عارف خوشال چې په یادو سیالیو کې یې ۱۹۰ منډې جوړې او ۶ ویکټې هم ترلاسه کړې وې؛ د سیالیو د غوره لوبغاړي، د کابل زلمیانو لوبډلې توپوهونکی رحیم منګل چې زیاتې ۲۱۶ منډې یې جوړې وې، د سیالیو د غوره توپوهونکي او د خوست زلمیانو لوبډلې توپ اچونکی هاشم چې په یادو سیالیو کې یې، ۱۰ ویکټې اخیستې وې، د سیالیو د غوره توپ اچونکي  جایزې ترلاسه کړې.


د یادولو وړ ده چې یادې سیالې چې په خوست کرکټ لوبغالي کې د څلور اتلو لوبډلو خوست زلمیان، کندهار السعادات، کندز اشرف او کابل زلمیانو لوبډلو ترمنځ پیل شوې، ۹ ورځې دوام وکړ او نن د خوست زلمیانو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.