بند امیر زون ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې پرلپسې دریمه بریا خپله کړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې د بند امیر زون لوبډلې په خپله دریمه سیالۍ کې د کریم جنت د بهترینې توپوهنې او توپ اچونې پر مټ بست زون ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې دریمه پرلپسې بریا خپله کړه.
بند امیر زون ابدالي فرسټ کلاس سیالیو کې پرلپسې دریمه بریا خپله کړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې د بند امیر زون لوبډلې په خپله دریمه سیالۍ کې د کریم جنت د بهترینې توپوهنې او توپ اچونې پر مټ بست زون ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې دریمه پرلپسې بریا خپله کړه.

د بست او بندامیر زونونو ترمنځ دغه سیالۍ چې د پنجشنبې پر ورځ خوست کې پیل شوه، بند امیر د لوبې پچه وګټله او لومړی یې بست ته د توپوهنې بلنه ورکړه. بست زون په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ناصر جمال د ۹۵، صدیق الله پاچا ۹۱ او نور علي ځدراڼ د ۷۳ منډو پر مټ ۳۴۶ منډې ترسره کړې. د بندامیر لوبډلې په توپ اچونه کې حمزه هوتک ۴ او کریم جنت ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

بندامیر زون خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۹ منډې ترلاسه کړې او له بست زون ۵۷ منډې پوروړي شوه. د دوی په ګټه کریم جنت ۱۲۱، سلیمان ساپي ۴۹ او اکرام علي خېل ۲۸ منډې جوړې کړې. بلخوا د بست زون په توپ اچونه کې احمدضیاء ځلاند ۵، یمین احمدزي او نوید زابلي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د بست زون لوبډلې په خپله دویمه پاڼۍ کې ۱۸۸ منډې جوړې کړې او بند امیر زون ته یې د ۲۴۶ منډو هدف وټاکه. د یادې لوبډلې په ګټه نورعلي ځدراڼ ۶۷، ناصر جمال ۳۷، نعمان شاه او احمدضیاء ځلاند هر یوه ۲۳ منډې ترسره کړې. د یادونې وړ ده چې د بند امیر لپاره په توپ اچونه کې کریم جنت ۳، حمزه هوتک، محمدالله همکار او فرمان الله ساپي هر یوه ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

د بست زون د ۲۴۶ منډو  ټاکل شوی هدف بند امیر زون د لوبې پر وروستۍ ورځ د پنځو ویکټو په زیان سره ترلاسه کړ. د بند امیر په توپوهنه کې کریم جنت ۹۳ ناسوځېدلې، سلیمان ساپي ۶۱ او اکرام علي خېل ۳۹ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د بست زون په توپ اچوونکو کې یمین احمدزي ۲، ناصر عمر، نوید زابلي او احمدضیاء ځلاند هر یوه یو لوبغاړی له مخې لیرې کړ.

د بندامیر زون الراونډر کریم جنت په دواړو پاڼیو کې د ۲۱۴ منډو جوړولو او ۶ وېکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لړ کې به راتلونکې چهارشنبه د ننګرهار غازي امان الله خان لوبغالي کې بست زون د سپین غر او په خوست کرکټ لوبغالي کې به د بند امیر زون لوبډله د امو لوبدلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.