د کاردان پوهنتون د ایرلنډ پر وړاندې د شل اوریز جام د لوبډلې مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ او د کاردان پوهنتون استازو ترمنځ نن د مالي ملاتړ همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې پر بنسټ یې د یاد پوهنتون استازو د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د افغانستان اسلامي بانک د درې شل اوریزو لوبو د لوبډلې مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل.

د ویلو وړ ده چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د راتلونکې لوبلړۍ کې د کاردان پوهنتون ته د اعلاناتو زمینه برابره شي.
په دغې ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ او د یاد پوهنتون استازو له یوه بل مننه وکړه چې د یاد هوکړه لیک په لاسلیکولو سره یې یو ځل بیا د همېشنۍ همکاریو لړۍ دوامداره وساتله او دا دی نن یو ځل بیا د همکاریو هوکړه لیک لاسلیکوي.
د افغانستان کرکټ بورډ استازي د کاردان پوهنتون له استازو مننه وکړه چې په وینا یې، یاد پوهنتون له دې وړاندې له کرکټ بورډ ادارې سره په تحصیلي برخه کې خپله همکاري ثابته کړې او دغه راز یې له نورو شرکتونو او پانګوالو هم غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې په ورته برخو کې لېوالتیا په ډاګه کړي او په دغو فرصتونو کې ګډون وکړي.
همدارنګه د کاردان پوهنتون استازو هم د کرکټ بورډ له ادارې مننه وکړه چې ورته یې د لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي د حقوقو ترلاسه کولو په ډګر کې فرصت برابر کړ
هېره دې نه وي چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درې شل اوریزې نړیوالې لوبې د روانې مارچ میاشتې په شپږمه، اتمه او ۱۰مه نېټه د هندوستان په ګریټر نویډا ښار کې ترسره کېږي.