کابل بازانو لوبډلې د شپږیزې د شپږم پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د کابل بازانو لوبډلې د شپږيزې کرکټ ليګ په لومړۍ لوبه کې د تېر پړاو اتلې بند امير ښامارانو لوبډلې ته د ۳۵ منډو په توپير ماته ورکړه او د سياليو پيل يې له بريا څخه وکړ.
کابل بازانو لوبډلې د شپږیزې د شپږم پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د کابل بازانو له لوري حضرت الله ځاځی او کريم جنت توپوهنې ته راووتل، دواړو تېزه توپوهنه پيل کړه، خو کريم جنت په ۸ توپونو ۲۰ منډې کړې وې چې د فريد احمد په توپ وسوځېده. له هغه وروسته اصغر افغان توپوهنې ته راغی او د ځاځي سره په شريکه يې منډې ۷۳ ته ورسولې، چې حضرت الله ځاځي د ۳۴ منډو ترلاسه کولو وروسته د مجيب الرحمن په توپ حيات الله ته کېچ ورکړ.

يونس احمدزی د اصغر افغان ملګرتيا ته راغی خو وې نه شول کولای چې ښه توپوهنه وکړي او يوازې د ۴ منډو ترلاسه کولو وروسته يې د فطرت الله خاورې په توپ ناصر جمال ته کېچ ورکړ. له هغه وروسته سميع الله شينواری توپوهنې ته راغی او له اصغر افغان سره يې په ګډه په زړه پورې او چټکه توپوهنه پيل کړه.

دواړو په ګډه د کابل بازانو منډې ۲۰۸ ته ورسولې چې اصغر افغان په زړه پورې ۹۲ منډې ترلاسه کړې او خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه. همدا راز سميع الله شينواری په ۴۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د کابل بازانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري مجيب الرحمن، فريد احمد، باطن شاه او فطرت الله خاورې ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۲۱۰ منډو د هدف په تعقيب کې د بند امير ښامارانو له لوري عمران جنت او جاوېد احمدي توپوهنې ته راووتل، خو د بند امير ښامارانو د توپوهنې برخه يو څه کمزورې وه.

عمران جنت لومړنی توپوهونکی و چې په لومړي اور کې د ۴ منډو ترلاسه کولو وروسته د امير حمزه په توپ وسوځېده. د دويمې ويکټې لپاره جاوېد احمدي او شوکت زمان د بند امير منډې ۵۰ ته ورسولې، خو شوکت زمان بيا د ۲۵ منډو ترلاسه کولو وروسته د کريم جنت په توپ وسوځېده.

جاوېد احمدي دریم لوبغاړی و چې ۲۳ منډې يې وکړې او د خپلې لوبډلې د ۵۹ په مجموعي منډو باندې يې د امير حمزه په توپ یونس احمدزي ته کېچ ورکړ. ناصر جمال هم يوازې ۱۱ منډې وکړې او د محمد سردار له خوا د منډې پر مهال وسوځېده.

افسر ځاځي او حيات الله د ډېرو منډو هڅه وکړه خو افسر ځاځي ونه شول کولای چې د هغه سره ملګرتيا ته دوام ورکړي او د ۱۶ منډو ترلاسه کولو سره يې د سميع الله شينواري په توپ هم هغه ته کېچ ورکړ. د بند امير ښامارانو لوبډلمشر راشد خان هم يوازې ۵ منډې وکړې او د وقار سلامخېل ښکار شو.

د بند امير ښامارانو لوبډلې لپاره تر ټولو ښه توپوهنه باطن شاه او حيات الله وکړه، باطن شاه په ۴۳ او حيات الله په ۴۱ منډو ناسوځېدلي پاتې شو.

د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې او په ۳۵ منډو يې لوبه وبايلله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اصغر افغان ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې د ۹۲ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه.

د بند امير ښاماران به په خپله راروانه لوبه کې د اکتوبر په نهمه نېټه سهار ۹:۳۰ بجې له مس عينک اتلانو سره مخ کېږي، همدا راز د کابل بازان به په خپله راروانه لوبه کې د اکتوبر په نهمه نېټه ماسپښين ۲ بجې د سپين غر زمريانو سره مخ کېږي.

د يادولو ده چې سبا د اکتوبر په ۸مه نېټه د مس عينک اتلانو او بوست ساتونکو ترمنځ سهار ۹:۳۰ بجې او د سپين غر زمريانو او امو نهنګانو ترمنځ ماسپښين ۲ بجې لوبې ترسره کېږي.