د افغانستان او هند د کرکټ د مشرانو ګډه خبري ناسته:

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشرعاطف مشعل د هند د کرکټ د ادارې ( BCCI ) له ډایریکټر امیتاب چوهدري سره لومړی په خپل کاري دفتر کې ولیدل او بیا یې په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان او هند د کرکټ د مشرانو ګډه خبري ناسته:

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشرعاطف مشعل د هند د کرکټ د ادارې ( BCCI ) له ډایریکټر امیتاب چوهدري سره لومړی په خپل کاري دفتر کې ولیدل او بیا یې په یوې خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي مشعل وویل چې( د کرکټ لوبې یوه لویه موخه د ولسونو تر منځ اړیکي پراخول او ټینګول دي او افغانستان نه یوازې له هند سره بلکې د نړۍ له هغو ټولو هیوادونو سره اړیکي ټینګول غواړي چې کرکټ لوبه کوي) ښاغلي مشعل وویل چې( ددې ناستو یوه لویه موخه د هند له کرکټ چارواکو څخه مننه کول دي چې سربیره په ګریټر نویډا لوبغالي یې په دهرادون کې راجیو ګاندي لوبغالی هم د افغان لوبډلې په واک کې ورکړ چې خپلې نړیوالې او کورنۍ لوبې په کې تر سره کړي ) ښاغلي مشعل زیاته کړه دا د افغانستان او هند کرکټ ادارو تر منځ د اړیکو یو نوی فصل دی او ترڅنګ یی د هند د کرکټ ادارې دا هڅه هم وستایله چې د افغانستان د لوبیز تاریخ لومړۍ پنځه ورځنۍ ټیسټ لوبې ته یې لاره هواره کړه او له خپل لوري یې پوره چمتووالی وښود ، ښاغلي مشعل وویل د هند د دغه لوړپوړي لوبیز پلاوی یوه موخه د راتلونکې ټیسټ لوبې لپاره بشپړ چمتوالی او د نورو لوبو لپاره تابیا نیول دي.

د هند د کرکټ ادارې ډایریکټر ښاغلي امتیاب چوهدري هم د خپل سفر پر اړه خوښي وښووله او ویې ویل چې( له افغانستان سره د هند لومړۍ ټیسټ لوبه ددوی د هیواد لپاره د ویاړ خبره ده او دوی هڅه وکړه چې د بل هیواد پر ځای هند له افغانستان سره دغه لوبه وکړي او دا ویاړ خپل کړي هغه هیله وښوده چې د هند او افغانستان لوبې به سولیز پیغامونه خپاره کړي) د هند د کرکټ ادارې ډایریکټر وویل چې اوس د ای، پي ، ایل لوبو له کبله د هند خلک افغان لوبغاړي پیژني او مینه ورسره کوي ښاغلي چوهدري ژمنه وکړه چې د راروانو کلونو په ای، پي، ایل لوبو کې به نورو ګڼو افغان لوبغاړو ته هم د لوبیدو موکه ورکړي چې دا اړیکي لا پسې ټینګې شي، امیتاب چوهدري یو بله ارزښتمنه ژمنه هم وکړه او هغه دا چې کومې نړیوالې لوبډلې هند ته راځي او ددغه هیواد له لوبډلې سره لوبې کوي د افغانستان لوبډلې سره به هم تمریناتي لوبې کوي، چې دا به د افغان لوبډلې لپاره د نړیوالو لوبو حیثیت ولري او لوبغاړو د مورال او وړتیاوو د لوړیدو لپاره ډیرې ارزښتمنې وي. ښاغلي چوهدري ژمنه وکړه چې د افغانستان له کرکټ سره اړوندو رغنیزو چارو کې هم پوره پوره ونډه واخلي چې افغان کرکټ پیاوړی شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل وویل چې افغانستان اوس د کرکټ له نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري نو موږ غواړو چې له هند او نورو هیوادونو سره خپلې لوبیزې اړیکي پراخه کړو او په افغانستان کې کرکټ ته وده ورکړو.

بله غاړه امتیاب چوهدري هیله وښووله او ویې ویل شونې ده چې داسې ورځې راشي چې د هند د کرکټ ملي لوبډله افغاستان ته راشي او دلته د افغانستان د کرکټ له ملې لوبډلې سره لوبې وکړي.